د چين د بين المللی راډيو د خبريال د خبر له مخی ، د افغانستان د هلمند ولايت د والی وياند محمد والی د جولاي په ٣١نيټه وويل چه د دی ولايت په اړوند يو ښاروال چه طاوس خان نوميده ، په همدی ورځ له بريد سره مخامخ شو او په دی ترڅ کی ووژل شو او ورسره ٤ تنه شخصی ګارد ان هم مړه او نور يو تن ټپی شوی دی .
وياند وويل ، کله چه د نوموړی ښاروال په سپرلی موټر د هلمند ولايت د هاناشين له سيمی څخه تيريدل ، د هغو وسله والو عناصرو له بريد سره مخامخ شوی ؤ کوم چه هويت يی نه دی څرګند شوی .
وياند والی زياته کړه چه امکان شته چه بريد کوونکی وسله وال طالبان وی .
د خبر له مخی ، د روان کال د پيل نه راهيسی د حکومتی مامورينو ، بهرنيو امدادی کارکوونکو، عسکرو او وسله والو عناصرو په شمول څه د پاسه ٦٥٠ تنه د افغانستان په مختلفو ځايونو کی په نښتو او د زوراوزياتی په نورو پيښو کی وژل شوی ؤ .