<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-08-01 11:01:19    
مشرف په دی ټينګار وکړ چه پاکستان او هند بايد په مثبت او مثمر ديالوګ پيل وکړی

cri

د چين د بين المللی راډيو د خبريال دخبر له مخی ، د پاکستان جمهوررييس مشرف د جولاي په ٣١ نيټه په راولپنډی کی په دی ټينګار وکړ چه بايد د کشمير په شمول د ټولو مسئلو په باره کی د پاکستان او هند د ديالوګ د بهير د ګړندی کولو او د اړوندو برياليتوبونو د ترلاسه کولو لپاره هلی ځلی وکړی شی .

په همدی ورځ ښاغلی مشرف ديوی غونډی په جوړولو سره د پاکستان او هند ترمنځ د هراړخيز ديالوګ د بهير په هکله د هغه هيواد د خارجه وزارت او نورو اړوندو څانګو راپورونه واوريدل . هغه وويل چه د پاکستان او هند ترمنځ هراړخيز ديالوګ د کشمير په شمول د ټولو کشالو حل وفصل ته ګټه لری او د جنوبي اسيا د سولی او ثبات د ساتلو لپاره هم ګټور دی .