<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-08-01 18:47:21    
تيرکال په چين کښی دمنل شويو خارجی پانګو اندازه تر ټولو نه زياته وه .

cri

د خارجی مستقيمو پانګو د تمايل او دوروستی ودی په باب راپور کښی چه په دی وروستيو وختونو کښی د اقتصادی همکارۍ او ودی دموسسی له خوا وړاند ی شوی، ويل شوی دی چه تيرکال د چين له خوا دمنل شويو خارجی پانګو حجم دری پنځوس مليارده امريکايی ډالرو ته ورسيداو چين د لومړۍ ځل دپاره په نړۍ کښی يو داسی هيواد ګرځيدلی دی چه د منل شويوخارجی پانګو حجم يی ترنورو هيوادونو نه ډير زيات دی .

د نوموړی راپورله مخی تيرکال امريکی د نه ديرش ملياردو نه سوو مليونو امريکايی دالرو په اندازه خارجی مستقيمی پانګی منلی دی چه دغه رقم په ٢٠٠٢ کال کښی د دوه اويا مليارد څلور سوو مليونو امريکايی ډالرو په نسبت په سلو کښی پنځه څلويښت کم شوی دی .په راپور کښی ويل شوی چه له دی کبله چه په ٢٠٠٢ کال کښی نوموړی رقم جګ او چين د لومړۍ ځل دپاره له امريکی څخه اوښتی دی او يو داسی هيواد ګرځيدلی د ی چه د خارجی پانګود منلو اندازه يی تر نورو هيوادو ډيره زياته ده .

په نورو عمده و پرمختلليو هيوادونو کښی تير کال المان د دوولس ملياردو نه سوو مليونو په اندازه خارجی مستقيمی پانګی منلی دی چه دغه رقم د وړم کا ل په نسبت په سلو کښی څلور شپيته کم شو ی دی ، د هغو خارجی پانګو اندازه چه انګليستان ته داخل شوی دی ،نيمايی کمه شوی ده ،د جاپان له خوا د منل شويو

خارجی پانګو اندازه دوړم کال له نه ملياردو دوو سوو مليونو امريکايي ډالرو څخه شپږو ملياردو دری سوو مليونو دالرو ته کمه شوی ده . په راپور کښی ويل شوی چه تير کال هند او روسيی په جلا جلا توګه د څلورو ملياردو او يو مليارد امريکايی ډالرو په اندازه خارجی پانګی منلی دی .