دروان کال دمی په لومړۍ نيټه مالتا، قبرس، پولند ، هنګری ، چک ،سلواک ،سلوانيا، استونيا ،لاتويا او ليتوانيا لس هيوادونه په رسمی ډول په اروپايی اتحاد کښی شامل شول چه.دا ددی اتحاد په تاريخ کښی پنځم ځل دی چه د خپلی پراختيا په لوری ګامونه پور ته کړی دی چه اوس يی د غړو هيوادونو شمير له پنځلسو نه پنځه ويشتو هيوادونو ته زيات شوی اود نفوسو شمير يی له دری سوو اتيا مليونو تنو څخه څلور سوو پنځوسو مليونو تنو ته زياتوالی موندلی دی .