<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-08-01 19:47:27    
د واده په باب د تبتي زلميانو او پيغلو نوي نظريي

cri

د ٢٠٠٣ کال د دسمبار په ٣١ مه نيټه ، زلمي څواسنبو د پيغلې څوانلامو سره واده وکړه او په نوي نيکمرغه ژوند يي پيل وکړ ٠ زوم څوانسنبو په مسکا خبريال ته وويل چه مونږ د نوي نسل تبتي زلميان يو او د مينې او محبت ازادي لرو ٠ هغه زمانه چه په زړه ټولنه کی ځوانانو د مور او پلار په خوښه واده کوله راڅخه ليري تللي او د مينې په نبسټ واده ريښتياني بختوره واده ده ٠ په زاړه تبت کی چه د مور او پلار په خوښه او د دلال په مرسته د واده کولو فيوډالي ايديالوجي اصلي مقام درلود ، زوی او لور په هيڅوجه د خپل ژوند ملګري د لټولو حق نه درلود ٠ زيات شمير زومان او ناويانې د واده کولو نه دمخه يو له بل سره اشنا هم نه وو او بالاخره خاوند او ښځه د خوي خصلتونو د توپير او د ژوند دودونو د بيلوالي له امله يو له بل څخه جلا شول ٠

د تبت د ژيکځه سيمې بزګر زاسيدوجي چه د زلمي څوانسانبو او پيغلې څوانلامو د واده کولو په مراسمو کی د ګډون لپاره په حاص ډول لاسا ښار ته راغلی ، په دی ورځ کی ډير خوشحاله ښکاريده ٠ کله چه سپين ږير زاسيدوجي زوم او ناوي ته د مبارکي څرګندولو لپاره خادا نومي سپينه وريښمينه پارچه وړانندي کړه ، په هيجاني اواز سره يي هيله وکړه چه نيکمرغه او خوشحاله اوسي ٠

سپين ږير زاسيدوجه پروسږکال ٧٥ کلن و او په خوشحالۍ سره يي وليدل چه د نوي نسل تبتي زلميان او پيعلې په خپله خوښه مين يا مينه ټاکلي شي او سره واده کولي شي ٠ هغه خبريال ته وويل چه ما د واده کولو په وخت کي زما ښځه يو وار هم نه وه ليدلي او د پلار او مور له خوا زما لپاره ټاکل شوی وه ٠ د واده کولو نه ووسته مونږ دواړو هره ورځ د کورنيو کارونو له امله جنګجنجال کاوه او د دوو کالو د تيرولو نه وروسته نور نو و نه زغميدل او بالاخره مو طلاق وکړ ٠

څرنګه چه ناوي څوانلامو او زوم څوانسانبو په خپله خوښه واده کړي ، نو ناوي څوانلامو د واده کولو په مراسمو کي ډيره ښادي څرګنده کړه ٠کله چه خبريال ور څخه پوښتنه وکړه چه د واده کولو نه وروسته تاسي دواړه کله ماشوم غواړي ؟ څوانلامو خپل خاوند ته يوه کتنه وکړه او و يي ويل چه فکر کوم چه دري کاله وروسته به ماشوم وغواړو ٠ سږکال يوازي ٢٤ کلنه يم او خيال لرم چه د دغو درو کالو له وخت څخه په استفادې سره څه کار وکړم څو چه له يوې خوا په راتلونکي وخت کي زمونږ د ماشوم لپاره درسي فيس ذخيره کړو او له بلې خوا نه غواړم چه اوس د ماشوم د زيږولو له امله زما د چارو په انکشاف باندی منفي اغيزه واچوله شي ٠

ناوي څوانلامو د نوي زمانی د عصري تبتي ښځو نماينده ده ٠ دوي د عصري تعليم له لارې زيات معلومات او پوهنی تر لاسه کړي او د ارزښت ، ماشوم زيږيدنې او ژوند په باب نظرياتو کی يي تر پخوا نه زيات بدلونونه راغلي او زيات شمير ښځې د خپلو چارو د انکشاف لپاره کوشش کوي او لاره پيدا کوي ٠

د احصايوي ارقامو له مخي ، په ٢٠٠٣ کال کی د تبت په خودمختاره سيمه کی د مستخدمينو ښځو شمير ٥ لکه ٨١ زرو ٧ سوو تنو ته رسيدلی او ښځو د تبت د اقتصادي انشاف لپاره د نيم اسمان په حيث رول لوبولي دی ٠

ناوي څوانلامو په ټينګی ارادې سره خبريال ته وويل چه دولت د سالم ماشوم د زيږيدنې او د ماشوم د ښې روزنې په باب پاليسي چلوي ، مونږ دواړو فيصله کړيده چه يوازي يو ماشوم وزيږوو ٠ پروا نه لري چه هغه زوی وي يا لور ، مونږ به هرومرو د هغه د سالمې ودې لپاره زمينې برابرې کړو څو چه هغه په پوهنتون کی درس ولولي او د دکتورا درجه تر لاسه کړي ٠

د احصايي له مخي ، په ٢٠٠٣ کال کي د تبت د خودمختاری سيمې په عمومي عالي مدرسو ، عمومي منځنيو اختصاصي ښوونځيو او مسلکي منځنيو ښوونځيو کی د پيغلو شمير په جلا جلا توګه د زده کوونکو او محصلينو د عمومي شمير ٤٣ عشاريه ٦ ، ٥١ عشاريه ٥ او ٥٠ فيصدي نيولي او په ګرده خودمختاره سيمه کی د بيلا بيلو اختصاصي او فني ښځينه پرسونلو شمير ١٥ زرو ٢ سوو تنو ته رسيدلی دی ٠

زوم څوانسانبو چه د ناوي څوانلامو په اړخ ناست و هم خبريال ته وويل چه زما په نظر ، د زوي يا لور زيږول يو شان دي ، تر ښځو نه نارينه وو ته په درنه سترګه دکتلو مفکوره ډيره وروسته پاتي ده ٠ په زاړه تبت کی ښځې د ماشوم زيږولو او کورنيو چارو د ماشينونو په حيث ګڼل شوي ، خو نن ورځ دوي بيخی له دغه ناوړه سرنويشت څخه بچې شويدي ٠ ښځې نه يوازي خپل سرنويشت ټاکلي شي بلکي د نارينه وو په شان له پوره حقوقو څخه برخورداری دي ٠

په مراسمو کی د خوشحاله موزيک په بدرګه زوم څوانسانبو او ناوي څوانلامو لوړه وکړه چه يو له بل سره مينه به د تل لپاره تمامه شي ٠