<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-08-02 19:31:19    
غلط خوراک د سرطان د پيښيدو سبب دي

cri

د طب پوهانو په نظر د خوراکونو غلطي پخلي او غلط خوراک کله کله د انسان له پاره د مهلکو ناروغيو د پيدا کيدو سبب ګرزي ٠ له حقيقاتو او څيړنو څخه څرګنده شوي چه د مختلفو خوراکونو د جوړښت او د خوړلو بيلا بيل غلط سيستمونه د سرطان د نا علاجه ناروغيو په رامنځ ته کيدو کې ډيره اغيزه لري ٠ د سرطان مکروب چه د چڼيشو وهلو شيانو د خوړلو په ترڅ کې د انسان بدن ته داخليږي ، خلک ورته عمومأ زياته توجه نه کوي ٠ بانسي او خوسا شوي خواړه ، چڼيشي وهلې ميوي ، ډير مالګين خوراکونه او د خوړلو خراب عادت د سرطان يا کينسر د ناروغۍ د راپيدا کيدو يو مهم عامل ګڼل کيږي ٠ د دغه عاملو په اثر رامنځ ته شوي سرطان ژر نه کشف کيږي ، د رامنځ ته کيدو وخت يي نسبتأ اوږد وي او تاثيرات يي وروسته وروسته راڅرګنديزي ٠ نو سوال دا دي چه د خوړلو بد عادت څه ډول دي؟ بايد پاملرنه وکړي چه ژر ژر او هله هله ډوډۍ خوړل ، تاوده تاوده خوراکونه خوړل ، ډير مالګين خوراکونه او په غوړي کې ډير سره شوي خوراکونه خوړل هغه عادات دي چه دغه ډول نا علاجه ناروغۍ تري پيدا کيږي ٠ د علمي پوهانو د څيړنې له مخې د تاودو خوراکونو خوړل د ستوني سرطان پيدا کوي ٠ دغه راز بانسي او د څو ورځو نه پاتي شوي خوراکونه هم د انسان د روغتيا له پاره زهر دي ٠ د طبي پوهانو په نظر چڼيشو وهلي وچي او تازه ميوي ، عله دانه او غوړي د ځګر د سرطان د رامنځ ته کيدو مهم سبب دي ٠ کنزرف شوي خوراکونه د معدي د سرطان په پيدا کيدو کې څرګند رول لري ٠ د توجه وړ خبره دا ده چه په غوړي کې سره شوي خوراکونه چه غوړي څو څو ځل استعمال شوي دي ، ډير سرطاني مواد لري ٠ د معلوماتو له مخې په ځينو پرمختللو هيوادونو کې د کولمې سرطان د زياتيدو په حال کې دي چه يو مهم علت يي د زياتو پورتيني خوراک خوړل ثابت شوي دي ٠