<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-08-02 20:23:18    
سرحدی تجارتی ښارګوټۍ __ حه کو .

cri

د جين مينګ سرحدی تجارتی بازار يو داسی بازار دی چه د هونګ حه د سيندپه غاړه په عمده ډول د ويتنام تجارتی مالونه پلورل کيږی، دغه بازار دچين د يون نان ولايت د جنوب ختيځی برخی د حه کو په ولسوالۍ کښی واقع دی ،ديون نان ولايت د ډير لوی سرحدی بندر يعنی د حه کو څخه دوه سوه متره فاصله لری .هر سهار د ويتنام سوداګران ډير وختی دويتنام ځينی مخصوص پيداوارونه د پرچون خرڅلاو په غرفه کښی کيږدی او د مشتريانوراتګ ته انتظار باسی.له ويتنام څخه دمالونوخرڅوونکی راغلی ميرمن نګوين هی ان وويل چه هغه داوږدی مودی دپاره پر دغه واټ باندی کيلی او نوری ميوی خرڅوی .برسيره پردی هغه ځينی تصويرونه ، عطر، چړی اوداسی نو ر شيان هم خرڅوی .

ښاغلی شين جيونګ د يون نان د ولايت د کوانګ مينګ په ښار کښی ديو شرکت کارکوونکی دی ،هر وا رچه هغه دکار دپاره حه کو ته راځی ،حتما به په دغه بازار کښی د ويتنام مخصوص پيداوار اخلی . زمونږ د راډيود خبريال سره دخبرواترو په وخت کښی هغه دغوايی د ښکر څخه جوړ شوی سامان الات اخلی . هغه وويل دغه سامان الات خپل خصوصيتونه لری ،که څه هم جوړښت يی دومره ښه نه دی ، خو شيان يی ريښتيانی او نرخونه يی هم مساعددی .زه تل دلته راځم او د ويتنام ځينی محلی محصولات اخلم مثلا دغويی دښکر څخه جوړه شوی شانه او هنری

توليدات او داسی نور

په دغه بازار کښی د پرچون پلورنی څه د پاسه سل غرفی موجودی دی .څو کاله دمخه دلته غرفی په يوه ساده پلاستيکی کيږدۍ کښی ځای پرځای وی ، ددوبۍ هوا ډيره توده وه او محيط يی هم دومره ښه نه و .خو اوس د ابادۍ او جوړونی نه وروسته دغه بازار د خصوصی پانګه والو له خوا اداره کيږی ، نظم يی هم ډير ښه دی .د ويتنام له هانوی څخه راغلی ميرمن ګواچی هی تو په دغه بازار کښی دوه پوړيزه ودانۍ په اجاره اخيستی ده ، دوی په دوهم پوړ کښی ژوندکوی ، په لومړۍ پوړه کښی په خاص ډول دغوايی د ښکرونوڅخه جوړ شوی هنری توليدات خرڅوی چه دغه توليدات دچين دسيلانيانو ډيرخوښيږی . هغی خبريال ته وويل چه که سوداګری ښه وی، نو په يوه ورځ کښی به د څو لس زره ژن مين بی يونو په اندازه عايدات لاس ته راوړلی شی ، که سوداګری دومره ښه نه وی ، نو لږه تر لږه به څو سوه ژن مين بی يونه ترلاسه کړی .هغی وويل چه پنځه شپږکاله کيږی چه ما په دغه ځای کښی دغوايی د ښکرونوڅخه جوړ شوی هنری توليدات پرمشتريانو باندی خرڅ کړی دی ،اوس دمواصلاتو په برخه کښی زياتی اسانتياوی موجودی دی . زما سوداګری نسبتا ښه ده .

ميرمن ګواچ هی تو خبريال ته هم وويل چه اوس په ويتنام کښی د لرګيو څخه جوړ شوی ګلدان ورځ په ورځ دچين د مشتريانو له خوا هر کلی شوی دی ،هغه چمتو ده چه په راتلونکی وخت کښی به دغوايی د ښاخ څخه د جوړ شويو توليداتو د خرڅولو په عين وخت کښی له ويتنام څخه ځينی ګلدانونه دی بازار ته راوړی . اوس د حه کو په ولسوالۍ کښی د جين مينګ د بازار په شان څوداسی تجارتی بازارونه موجود دی

چه په عمده ډول د پرچون خرڅلاو په شکل تجارتی مالونه خرڅوی .

د جين مينګ له تجارتی بازار څخه په دوه کيلو مترۍ ځای کښی د مالونو د حمل و نقل دپاره نسبتا لوی بازار موجود دی . د ويتنام ميوی او دچين زياتره ساختمانی مواد او کيمياوی سری لومړۍ دغه بازار ته انتقاليږی او بيا په جلا جلا توګه چين او د ويتنام مختلفو ځايونو ته استول کيږی . د حه کو ولسوال لی ګوانګ هوا وويل چه د حه کو ولسوالی وارداتی او صادراتی تجارت د محلی ځای داقتصادی ودی په پرمخبيولو کښی مهم رو ل لوبولی دی .