د سي ار اې راډيو د خبريال د خبر لمخې د چين د ملي ولسي کانګرس د دايمي کميټې رييس وو بان ګو او د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کميټې رييس جيا چين لين د رواني مياشتې په دوهمه نيټه په بيجينګ کي په جلا جلا توګه د پاکستان د سنا د مجلس له رييس محمد ميان سومرو سره وکتل ٠ رييس وو دده سره د کتني په وخت کي وويل چه د چين ملي ولسي کانګرس به د پاکستان د پارلمان سره خپل تګ راتګ او همکاري وساتي او ټينګه به يي کړي ٠ هغه د تايوان ، تبت ، بشري حقوقو او د چين د زمکو او حاکميت په اړه د مهمو موضوعاتو په هکله د پاکستان د دايمي ټينګ ملاتړ څخه مننه وکړه ٠ رييس جيا د محمد ميان سومرو سره د کتنې په وخت کي وويل چه د چين او پاکستان روابط د نورو هيوادو سره د چين د خارجي پاليسي د تطبيق په برخه کي بريالي أزموينه ده ٠ سومرو د پاکستان د پارلمان او د چين د ملي ولسي کانګرس ترمنځ د دوستۍ او همکارۍ د روابطو د پراختيا او پرمختيا هيله څرګنده کړه ٠