د سين هوا اژانس د خبرله مخی دپاکستان د خارجه وزارت نطاق مسعود حان داګست په دوهمه نيټه وويل چه پاکستان په اوسنی وخت کی نه غواړی چه عراق ته خپل عسکر و ليږی .دا لومړۍ ځل دی چه دپاکستان حکومت عراق ته د عسکرو د ليږلو په مسئله کښی خپله رويه څرګنده کړی ده . نطاق مسعود خان په مطبوعاتی مرکه کښی وويل چه تير کال دعراق په مقابل کښی دامريکی د جګړی د پای ته رسولو نه راهيسی تل له پاکستان څخهغوښتنه کيدله چه خپل عسکر عراق ته وروليږی ، که څه هم پاکستان له ملګرو ملتونو سره عراق ته د عسکرو د ليږلو په باب امکاناتو باندی هم بحث کړی دی ، خو هيڅکله يی ددی مسئلی په باب خپله وعده نه ده کړی. هغه وويل چه د پاکستان حکومت به د پاليسۍ د طرحولو په وخت کښی هيڅکله د تروريستانو غوښتنه تر غور لاندی ونه نيسی او پاکستان به له تروريزم سره د مجادلی په برخه کښی پر خپل دايمی دريځ باندی ټينګار وکړی .
|