<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-08-03 18:18:30    
د اسلامی  نړۍ ښځې

cri

پيغله مدوينا د مسلمانانو په نړۍ کي لومړنی ښځه ده چه د بايسکل په واسطه د نړۍ سيل کوي ٠څو ورځې دمخه هغه د چين مرکز بيجينګ ته راغله وه او د بايسکل په واسطه يي څه د پاسه ٩ زره کيلومتره لاره وهلي ده ٠

د ٢٠٠٣ کال د مارچ په ٢١ مه نيټه چه د امريکې له خوا د عراق سره د جګړې د اعلانولو له ورځې سره هم مصادفه وه ، د ايران د ټولنيز خدمت کارکوونکي ٣١ کلنه مدوينا په ټينګی ارادې سره فيصله وکړه چه د بايسکل په واسطه د نړۍ سيل وکړي او د مينې ، دوستۍ او نړيوالي سولی په باب عقيده د مختلفو هيوادو خلکو ته انتقاله کړي ٠ ددې د کورنيو غړو او دوستانو په نظر دا يو ناشونی کار دي چه يوه ښځه د بايسکل په واسطه د نړۍ سيل وکړي او د جګړې په موده کی د سولې اطلاعات انتقال کړي ٠ خو مدوينا د خپل لومړی ګام د پورته کولو نه وروسته پښيماني و نه کړه ٠ هغې د ايتاليي نه حرکت وکړ ، بيا د فرانسي ، برتانيي او امريکې له لاري اسيا ته داخله شوه او د هند او نيپال نه چين ته راغله ٠ وروسته به د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت ته لاړه شي او وروستني هدف به يي د کوريا جمهوريت وي چه په عمومي توګه به د ٩ هيوادونو سيل وکړي ٠ د لارې تمام اوږدوالی به يي له لسو زرو کيلومترو نه واوښتل شی او د سيل پوره وخت به يي ١٦ مياشتې ونيسي ٠ ددې پلان دا دی چه هره ورځ د بايسکل په واسطه ١٠٠ کيلومتره لاره وهي او د الوتکې په واسطه له سمندر نه پوري وځي ٠

ميرمن مدوينا د حرکت په وخت کی له ځان سره يوازی ٣٥٠ امريکايي دالره درلودل ٠ په لاره کی هغه له زياتو مينه ناکو خلکو سره مخامخه شوه ٠ دوي په وړيا ډول هغې ته د خوراک او هستوګنځي اسانتياوې برابرې کړي او ور ته يي پيسې ور کړي څو چه هغه خپله ارزو سر ته ورسوي ٠ علاوه پر دی ، د مختلفو هيوادو د ويزې مسولو مامورينو ، په مختلفو هيوادو کی اوسيدونکو ايرانيانو او زيات شمير نا اشنا مينه ناکو خلکو هم ور سره مرستې وکړي ٠ ميرمنې مدوينا د سولې د انتقال په عين حال کي د مينې پاملرنه هم احساسه کړيده ٠

***************

د ليبيا د مشرمعمر القذافي لور عايشه معمر القذافي خپل ځان داسي معرفي کړي چه د عراق د پخواني جمهوررييس صدام حسين څخه د دفاع کولو لپاره د قانون پوهانو په ګروپ کی ګډون وکړي ٠

عايشه د څلورو کالو د زده کړې نه وروسته د ليبيا د الفتح پوهنتون د قانون له څانګې نه فارغه شوي او خپل پلار په شان د ژبې تيز فصاحت لري٠ پلاريي القذافي هم نيت لري چه لوريي سياسي دايرې ته داخله شي ، نو دری کاله دمخه يي عايشه د خپلې خاصې نماينده په توګه عراق ته واستوله چه له صدام حسين سره پټې خبرې وکړي څو چه د دواړو هيوادو تر منځ اختلافونه ليري شي ٠ دا وار عايشه چه عمر يي له ٣٠ کالو نه هم کم دی ، ځان مخکي کړ چه د بندي شوي صدام څخه دفاع وکړي ، نوموړی د بينالمللي مطبوعاتي ذرايعو او سياسي کتونکو بيلا بيل ګمانونه رامنځ ته کړيدي ٠ داسي پوښتنې رامنځه ته شوي چه ايا دا يو سياسي تبليغ دی يا القذافي نيت لري چه لور ته يي خپل سياسي واک په ميراث ورسيږي ؟ ځکه چه عايشه په

سياسي چارو کی پراخ نظر او لوړ همت لري ٠

علاوه پر دی ، القذافي هميشه د ښځو د ازادۍ غورځنګ ته په درنه سترګه ګوري او په ليبيا کي هغه ښځې چه په سياسي چارو لاس پوري کوي يا دباندی کار کوي ، د نورو عربي هيوادو په نسبت ډيرې زياتې دي ٠

صدام حسين د جولای په لومړی نيټه په محکمه کي علني شو ، نو کوم قانون پوهان به په محکمه کي دعراق د نوموړی پخواني جمهوررييس د پاره دفاع وکړي چه دا د توجه وړ تود ټکی ګرزيدلی دی ٠