<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-08-03 18:27:49    
د ايدز د ناروغۍ د خپريدو په اثر په افريقا کی د يتيمانو شمير په بيړه زيات شويدي

cri

د نړۍ په زياتو ځايونو کی د يتيمانو شمير مخ پر کميدو دی ، خو يوازي د صحرا د جنوبي خواپه افريقايي سيمو کی يتيمان د زياتيدو په حال کي دي او ددې مسلې عمده او اصلي علت د ايدز ناروغي ده ٠

د م م د ماشومانو د صندوق د يوه تازه رپوټ له مخي ،امکان شته چه تر ٢٠١٠ کاله پوري به د صحرا د جنوبي خوا په افريقايي سيمو کی ٥٠ مليونه تنه يتيمان رامنځ ته شي چه يو ثلث به يي هغه يتيمان وي چه ددوي پلرونه او ميندې د ايدز د ناروغۍ په اثر مړه شويدي ٠

په رپوټ کي اټکل شوي چه د ٢٠٠٣ کال تر پايه پوري ، په ٩٣ پرمختيايي هيوادو کی په عمومي توګه ١٤٣ مليونه تنه زلميان ، کوچينان او ماشومان چه عمر يي له ١٧ کالو نه کم دی ، د بيلا بيلو علتونو له امله يتيمان شوي او له ٢٠٠١ کال نه تر ٢٠٠٣ کاله پوري ، په ټوله نړۍ کی د ايدز د ناروغۍ په اثر د يتيمانو عمومي شمير له ١١ مليونو٥ لکو نه ١٥ مليونو ته زيات شويدی ٠

په رپوټ کي ويل شوي چه د اسيا او لاتيني امريکې په پرمختيايي هيوادو کی ، د ١٩٩٠ کال راهيسي د يتيمانو شمير په سلو کي لس کم شويدی ٠ خو په افريقاکي د يتيمانو شمير په بيړه زيات شوي او د افريقې د منځني او جنوبي برخې په ځينو

هيوادو کی په سلو کي ١٥ ماشومان يتيمان دي چه اصلي او مستقيم علت يي دا دی

چه ددوي پلرونه او ميندې د ايدز د ناروغۍ په اثر مړه شويدي ٠

د م م د ماشومانو د صندوق اجرايوي رييس بيرامي وويل چه په ټوله نړۍ کي د ايدز د ناروغۍ په اثر څلور پر پنځمه برخه يتيمان د صحرا د جنوبي خوا په افريقايي سيمو کی اوسيږي او دغه حالت مخ پر خرابيدو دی ٠ هغه زياته کړه چه د ايدز د ناروغۍ په اثر د تاوان منونکو ماشومانو لپاره چوپ چوپتيا ساتل او يا څه کار نه کول د منلو وړ نه دي ٠ د ايدز د ناروغۍ په خپريدونکو سيمو کی يوازي ١٧ هيوادو د يتيمانو او ضعيفو ماشومانو د ساتنې په باب پاليسۍ طرحې کړي دي ٠ د حکومتونو ، غير حکومتي سازمانونو ، اوسيدونکو سيمو او بسپنه ور کوونکو په شمول مختلفې خواوې بايد ګډ اقدامات غوره کړي او د ايدز د ناروغۍ په اثر ماشومان له تاوانونو څخه بچ کړي ٠