د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی، د پاکستان د کورنيو چارو وزير فيصل صالح حيات د اګيسټ په دوهمه نيټه په کراچی کښی دا څرګنده کړه چه د پاکستان حکومت به د ټولو لازمی تدبيرونو په غوره کولو سره د خپل هيواد له خاورې څخه د القاعدې د سازمان شبکه له منځه يوسی٠
هغه وويل چه په نړۍ کښی د هيڅ هيواد حکومت په پوره توګه انتحاری حمله کوونکی نشی کنټرولولای، د پاکستان لومړی او مهمه دنده دا ده چه د دغو حمله کوونکو د روزلو کمپونه له منځه يوسی ٠