<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-08-04 16:03:15    
وين جيا باو د پاکستان د سناد مجلس له ريئس سره وکتل او په پاکستان کښی د چينايی کارکوونکو امنيت ته يی زياته توجه څرګنده کړه

cri
د چين د بينالمللی راډيو د خبر له مخی د چين صدراعظم وين جيا باو د اګست په ٤ مه نيټه په بيجينګ کښی د پاکستان د سنا د مجلس له ريئس محمد ميان سومرو سره د کتنی په وخت کښی د چين او پاکستان د روابطو ډيره قدردانی وکړه او هيله يی څرګنده کړه چه دواړه خواوی به د اقدامونو په غوره کولو سره دغه روابط په پرله پسی توګه د ژورتيا او پراختيا په لوری پرمخبوځی ٠ د هغی پيښی د يادولو په وخت کښی چه د تير می په مياشت کښی د پاکستان د ګوادر په بندر کښی د موټرد بم چاودنه وشوه وين جيا باو يو وار بيا له پاکستانی خوا نه غوښتنه وکړه چه ژر تر ژره دی د څيړنی له لاری د پيښی واقعيت ترلاسه کړی او د پيښی جوړونکومجرمينو ته دی سخته سزا ورکړی ٠ هغه وويل چه د چين حکومت د پاکستان په اقتصادی ابادۍ کښی څه دپاسه ٣٠٠٠ تنو چينايی برخه والو کارکوونکو امنيت ته زياته توجه لری ٠ زمونږ هيله ده چه پاکستانی خوا په واقعی توګه امنيت ساتونکی تدبيرونه ونيسی ترڅو ددوی کار او ژوند په اٌمن کښی وساتل شی٠