<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-08-04 19:22:09    
پاکستان له تروريزم سره د مجادلې دپاره لا زياتې هڅې کوی

cri

له يوې مودې راهيسی ، د پاکستان پوليسی مقاماتو او د استخباراتو څانګې په بيلا بيلو ځايونو کښی د القاعدې د سازمان يو شمير غړی نيولی او اعلام يې کړی چه د تروريستی حملې پاروونکو د نيولو دپاره نغدی جائزه کيږدی ٠ له دی څخه څرګنديږی چه پاکستان له تروريزم سره د مجادلې دپاره لا زيات کوششونه کړيدی٠

له جولای راهيسی، د پاکستان پوليسی مقاماتو له يوې خوا د وسله والو قواوو په وسيله او د سياسی خبرواترو له لاری په مداومه توګه  افغانستان ته نژدی د خپل هيواد  د واڼا په ناحيه کښی د بهرنيو تروريستانو او د دوی د حمايت کوونکو د له منځه وړلو دپاره هڅې کړی او له بلې خوا يی په نورو ځايونو کښی د تروريستانو په تعقيبولو او نيولو هم لاس پوری کړی چه د ليدو وړ برياليتوبونه يی ترلاسه کړيدی ٠ په تيره بيا يی په صوبه پنجاپ کښی د القاعدې د سازمان يو شمير غړی نيولی او په موثره توګه يی د پاکستان په خاوره کښی د دی سازمان شبکه ورانه کړيده ٠

تروريزم ته د لا چټک او موثر ضربت د رسولو پاره د پاکستان حکومت د نغدی جائزې د کيښودلو تدبير غوره کړيدی٠ د جولای په ديرشمه نيټه ماښام د پاکستان اوسنی مالی وزير او د راتلونکی صدراعظم کانديد شوکت عزيز د انتحاری چاودنې له حملې سره مخامخ شو چه له نيکمرغه له مرګ څخه وژغورل شو ، خو د چاودنې په نتيجه کښی په لس ګونه تنه مړه يا ټپيان شول٠ ورپسی يوه اسلامی وسله وال سازمان د القاعدې په نامه د يوه عربی انټرنيت په پاڼه کښی د يوې بيانيې په خپرولو سره وويل چه دوی د نوموړی پيښې په مقابل کښی مسئوليت په غاړه لری٠ د پاکستان حکومت د اګيسټ په دريمه نيټه اعلام وکړ چه د نوموړی پيښی د لارښوونکی د نيولو دپاره د لس مليونو روپيو په اندازه جائزه کيږدی چه دغې پيسی له يو لکو اويا زرو امريکايی ډالړو سره برابرې دی٠

په عين وخت کښی تروريستانو ته د سختې سزا ورکولو دپاره په پاکستان کښی د تروريزم په ضد د قانون د تعديل په باب بحث کيږی چه دا قانون په ١٩٩٩ کال کښی جوړ شويدی٠ دغه راز د تروريزم په ضد د پاکستان محکمې هم په لا زيات طاقت سره تروريستی مجرمين محکوموی، مثلأ د تروريزم په ضد د لاهور محکمې د روانې مياشتې په دريمه نيټه دوه تنه تروريستان په اعدام محکوم کړيدی٠

د تروريزم په ضد جګړه کښی د امريکې د يوه مهم متحد هيواد په حيث پاکستان د خپل هيواد په خاوره کښی د القاعدې د سازمان غړو ته د ضربت رسولو په عين وخت کښی له امريکې سره خپلې همکارۍ ته پياوړتيا ورکړې او امريکې ته يی مربوط استخبارات وړاندی کړيدی٠ د پاکستان د استخباراتو څانګې د تيرې مياشتې په ٢٥ نيټه د احمد خلفان ګيلانی د نيولو په وخت کښی د ده يو کامپيوتر او څه دپاسه سل دانې سی ډی يا وی سی ډی کيسټونه هم په غنيمت ونيول ٠ د پاکستان د اطلاعاتو او مطبوعاتی ذرائعو د انکشاف وزير شيخ رشيد احمد د روانې مياشتې په دوهمه نيټه د پاکستان د استخباراتو کارکوونکو د ګيلانی د کامپيوټر د څيړلو په وخت کښی د ده او تروريستانو ترمنځ د تماسونو په باب د اليکترونيکی مخابراتی اسنادو کاپی وليدل او پر امريکې او انګلستان باندی د نوی حملې په باب د القاعدې د سازمان عملياتی پلانونه يی ترلاسه کړل٠ نو پاکستان پر وخت مربوط استخبارات امريکې او انګلستان ته وړاندی کړيدی٠

د څيړونکو شخصيتونو په نظر له تروريزم سره د مجادلې د محاذ هيواد په حيث د پاکستان حکومت په تيره يوه موده کښی په موثره توګه د خپل هيواد په خاوره کښی د القاعدې د سازمان غړو ته سخت ضربتونه رسولی او د تروريزم په ضد د بين المللی مجادلې دپاره يی مهم خدمتونه ترسره کړيدی٠ له دی څخه چه په وروستيو وختونو کښی پاکستان په خپل هيواد کښی د القاعدې د سازمان د شبکې د له منځه وړلو او ټولو تروريستی جنايتونو ته د ګوزارې ورکولو په غرض نوی تدبيرونه غوره کړی، څرګنديږی چه پاکستان به په راتلونکی کښی په لا زياتو کوششونو سره له تروريزم سره مجادله وکړی٠