<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-08-04 20:03:18    
مونږ بايد له طبيعيت سره ژوره مينه ولرو

cri

په چين کې د ملي مرغه او د دوه زره اتم کال له پاره د انترنيت له لارې د بيجينک د والمپيک د سپورتي لوبو دسمبول د انتخابولو فعاليت چه د چين د وحشي حيواناتو د ساتنې د ټولنې، د چين د خبر رسولو اژانس او د چين د خلکو د انترنيت د شبکې په ګډون د هيواد د څه د پاسه شلو مطبوعاتي انترنيت ستيشينونو له خوا ابتکار او رامنځ ته شوي و ، لږه موده د مخه پاي ته ورسيد٠ د څه د پاسه په شل ورځني فعاليت کې د هيواد د ديرشو ولايتونو ، ښارونو ، خودمختارو سيمو او په جنوب ختيځه اسيأ کې د اوسيدونکو چينايانو په ګډون پنځو مليونو تنو د انترنيت استفاده کونکو برخه درلوده او پکې يي خپلې رايي و اچولي ٠ د چين د وحشي حيوانانو د ساتنې د ټولنې سرمنشي چن ژون شنګ وويل چه د دغه فعاليت عمده مقصد دا و چه د دغه فعاليت له لارې د وحشي حيوانانو د ساتنې په هکله د خلکو ايډيالوژۍ پياوړي شي ٠ له دغه فعاليت نه څرګند شوي چه مخ په زياتيدونکې خلک د انسان او طبيعيت برخليک ته پوره پاملرنه لري ٠

د زياترو چينايانو له پاره په زړونو کې د احساساتو نه ډکه دا کيسه هم په ياد کې راپاتي ده چه څه د پاسه لس کاله د مخه په شمال ختيځ چين د هغه لګ لګ د اوسيدو په ځاي کې چه ککرۍ يي سور رنګ لري او په نړۍ کې يي ډير با ارزښته وحشي مرغه ګڼل کيږي ٠ يو ه نجلۍ چه سوي سيو جوان نوميده، د سرې ککرۍ لرونکي يوه لګ لګ د ساتنې له پاره د نيزار سيمې ته لاړه ، خو له بده مرغه د نيزارپه کنده کې ولويدله او مړه شوه ٠ د نوموړي نجلۍ د روحيي تر تاثير لاندې اوس په دي ځاي کې مخ په زياتيدونکې خلک د نوموړي مرغانو د ساتنې په صف کې شامل دي ٠

په ١٩٦٠ کال کې په توکيو کې د مرغانو د سانې په بين المللي غونډه کې بيلا بيلو هيوادونو ته بلنه ورکړه شوه چه خپل ملي مرغه وټاکي ٠ له هغه وخت نه تر اوسه پوري د نړۍ په څه د پاسه پنځوس هيوادونو کې خپل ملي مرغ وټاکل شو ٠ اوس په نړۍ کې د يو هيواد له پاره د ايکولوژيکې د ساتنې سويه په دي پوري تړلې ده چه په دي هيواد کې ملي مرغه شته که نه او د مرغانو د ساتنې اړوند فعاليتونه اجرا شوي که نه ؟ دا چه په چين کې د خپل ملي مرغه انتخابول د چاپيريال د ساتنې په هکله د چين يو څرګنده رويه ده ٠

په نومړي فعاليت کې نوموړي د سرې ککرۍ لرونکي لګ لګ د ملي مرغه د انتخابولو په نتيجه کې په سلو کې د شپيتو انترنيت استفاده کونکو رايي ترلاسه کړي دي ٠ که څه هم وروستي نتيجه يي نه ده ترلاسه شوې ، مګر د دي فعاليت نه دا څرګنده شوي چه د ايکولوژيکې ساتنې په هکله د چينايانو ايډيالوژۍ د پياوړتيا په حال کې ده ٠ اوس په چين کې د مرغانو سره مينه کول او د مرغانو ساتنه د چينايانو په ژوند کې نوه بيلګه ده ٠ په دي هکله حکومت هم پوره ملاتړ او زياتې مرستې برابري کړي دي ٠ همداوس د سرې ککرۍ لرونکې لګ لګ د ساتلو په ځاي کې پوليسي ګروپ جوړ شوي دي او دنده يي د سرې ککرۍ لګ لګ د امنيت ساتل او د مرغانو د ښکار کونکو مخنيوي کول دي ٠