<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-08-04 21:26:31    
د فلپين جمهوررئيسه ارويو

cri

د فلپين جمهوررئيسه ميرمن ارويو په نړۍ کې يوه د توجه وړ ښځه ده ، هغه نه يوازې په نړۍ کې د خپل اقدام له امله د نړيوالو د توجه سبب شوې ده بلکې په خپل هيواد کې يې هم د خلکو ملاتړ ترلاسه کړی دی ٠

جمهوررئيسه ميرمن ارويو په ١٩٤٨ کال کې د فلپين په مرکز مانيلا کې زيږيدلې ده او پلار يې د فلپين پخوانی مشهور جمهوررئيس مکاپجار و او د دولت د اداره کولو په برخه کې يې ډير لوي استعداد ښودلی و ٠د مکاپجار په موده کې د فلپين د ملي اقتصاد د زياتوالی ميزان په اسيا کې د جاپان نه وروسته دوهم لمبر ونيو٠ د ميرمنې ارويو مور په فلپين کې يوه لوړه سويه لرونکې ډاکتره ده ٠ د ارويو په قول ددې پلار يو پاک او سپيڅلی جمهوررئيس ؤ ، د دې د پلار لخوا د دولت د واکمني په موده کې هيڅ شخصي سوغاتونه نه منل کيدل ٠په هغه وخت کې که څوک ددې پلار ته سوغات د وړاندې کولو دپاره کور ته راتلل نو د ارويو مور به په مؤدبانه توګه دغه سوغات ردول او يا يې سوغات بيرته ورکاوه ٠ د مور او پلار ښو اخلاقو پر ارويوباندې ډيره ښه اغيزه کړې ده ٠

د ارويو په کوجينيتوب کې د پلار او مور د صداقت او مهربانۍ په ګډون يو لړ ښو او نيکو اخلاقو د ارويو په زړه کې ژور ځای نيولی او د ارويو پر سالمې ودې باندې يې هم لويه اغيزه وکړه ٠

په ١٩٦٨ کال کې چې ارويو يوويشت کلنه ده ارويو د لوړو تحصيلاتو د سرته رسولو دپاره امريکې ته ولاړه او د جورجتون د پوهنتون په ديپلوماتيکې او بينالمللي پولي څانګه کې يې زوه کړه وکړه ٠ د ارويو په ټولګۍ کې د اويا تنو

همصنفانو څخه کلينتون ددې يو ډير ښه دوست و٠چې کلينتون وروسته د امريکې د جمهوررئيس په حيث انتخاْ شو٠ تر اوسه پورې د دوي ترمنځ ښه دوستي لاهم خوندي ساتل شوې ده

کله چې ارويو په امريکې کې خپل لوړ تحصيلات سرته ورسول ٠ هغه خپل وطن ته بيرته راغله او په مانيلا کې يې نورو زده کړو ته دوام ورکړ او په وار سره يې د مانيلا په پوهنتون او د فلپين په پوهنتون کې د اقتصادي علم د فوق ليسانس درجه او د ډاکتر درجه لاسته راوړه ٠

وروسته له هغه چې ميرمن ارويو د جمهوررئيسې په توګه انتخاب شوه هغې خپله ټوله انرژي د هيواد د اقتصاد د پرمختګ ، د هيواد د ارامۍ او د خلکو د ژوندانه د سويې د اوچتولو دپاره ورکړې ده ، خصوصأ هغه د خپل هيواد د اتباعو د ژوند د امنيت ساتنې ته ډير پام او توجه کوي ٠ دمثال په توګه د ٢٠٠٤ کال د جولاي په لسمه نيټه د قطر د الجزيرې په تلويزيون کې داسي تصويرونه و ښودل شول چې د فلپين يو معمولي موټروان کروس په عراق کې د وسله والو تروريستانو لخوا تښتول شوی او موتروان کروس له جمهوررئيسې ارويو څخه غوښتنه وکړه چې د خپل ځان د ازادولو دپاره د عراق د وسله والو تروريستانو غوښتنه پوره کړي ٠

جمهوررئيسې ميرمن ارويو په ډير دقت سره د وسله والو تښتوونکو غوښتنه په نظر کې ونيوله او په پاي کې يې قطعي پريکړه وکړه چې د خپل هيوادوال د ازادولو دپاره له عراق څخه خپل پوځيان وباسي ٠

د فلپين تښتول شوي موټروان د عراق د وسله والو تروريستانو لخوا خوشي شو او دا بحران هم له منځه يووړل شو او د فلپين موټروان کروس د جولاي په ٢١ نيټه

خوشي شوی او د فلپين پوځيان هم له عراق څخه وتلي دي ٠ د جمهوررئيسې ميرمنې ارويو پريکړه او اقدام د فلپين د خلکو لخوا تود هرکلی او ستايل شوی دی ٠ جمهوررئيسې ميرمن ارويو ددې پيښې په باب وويل زه پښيمانه نه وم چې د هيواد د منافعو د ساتنې دپاره مې دغسي پريکړه وکړه ٠ فلپين به په مداومه توګه په ټوله نړۍ کې د تروريزم سره د مبارزه کولو پر دريځ باندې ټينګار وکړي ، دغه راز ميرمن ارويو هم په تاکيد سره وويل له عراق څخه د فلپين د پوځيانو ايستل په خارجي هيوادونو کې د اتو مليونو فلپيني کارګرو د امنيت د ساتنې دپاره د حکومت ژمنه ده

ميرمن ارويو نه يوازې د فلپين يوه تکړه جمهوررئيسه ده بلکې د کار څخه په فارغ وخت کې راز راز علاقې او شوق او ذوق لري ٠ مثﻻ هغه د موسيقي او فلمونو سره هم ډيره مينه لري او په کور کې يوه ښه ميرمن هم ده ٠