د سين هوا أژانس د خبر لمخې د چين او پاکستان ترمنځ د ذروي انرژۍ په واسطه د بريښنا توليدولو په هکله د حساسه تجهيزاتو د جوړولو قرارداد د روانې مياشتې په څلورمه نيټه په بيجينګ کې لاسليک شو او له د ي څخه څرګنديږي چه د پاکستان په چشما کي د ذروي انرژۍ په واسطه د بريښنا توليدولو د پروژې په دوهمه مرحله کي واقعي پرمختګ تر لاسه شويدی . د چين د ذروي صنعت د ګروپې شرکت د عمومي منيجر مرستيال هوانګ ګو جيون د لاسليک په مراسمو کې وويل چه پاکستان ته د چين د ذروي تخنيکونو صدور او په دي هلکه له پاکستان سره د چين همکاري د مربوطو بين المللي قوانينو سره سم سر ته رسيږي ٠ د چشما د برقي ستيشن د پروژې لومړي مرحله په ٢٠٠٠ کال کې بشپړه شوه ٠
|