د سينهوا اژانس د خبر له مخې د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياند مسعود خان د اګيست په ٤ نيټه په اسلام اباد کې خبريالانو ته وويل تروريستي يرغل به د تروريزم د له منځه وړلو دپاره د پاکستان اراده نوره هم کلکه کړي ٠ هغه وويل د پاکستان حکومت نشي کولاي چې د تروريستي سازمانونو د هدايت او هيلې سره سم خپله پاليسي جوړه کړي ٠ د پاکستان يو وسله وال موټي چې د القاعدې د سازمان د اسلام بوعلي بريګاد په نامه ياديږي د جولاي په يوديرشمه نيټه په يو عربي انټرنيت کې د يوې اعلاميې په خپرولو سره ګواښ وکړ چې که د تروريزم سره د مبارزې په باب د پاکستان حکومت خپله پاليسي بدله نه کړي نو هغه به د لا زياتو يرغلونو سره مخامخ شي
عکس : د پاکستان داخله وزيرهيات د اګيسټ په ٣ نيټه په اسلام اباد کی له خبريالانوسره د مرکی په ترڅ کی وويل چه د القاعدی د اوو تنو مشکوکو کسانو نيول کيدل دتروريزم په ضد عملياتو کی يو لوي پرمختګ دی ٠