د سي ار اې راډيو د خبريال د خبر لمخې د پاکستان د امنيتي څانګې عالي مامور د رواني مياشتې په څلورمه نيته وويل چه د القاعدې د سازمان يو کمپيوتري متخصص چه په تيره مياشت کي د پاکستان د امنيتي څانګې لخوا ونيول شو ، د القاعدې د موسسې د تروريستي اعمالو عالي طرح کوونکی و او دده د نيولو دپاره امريکا د پنځو مليونو امريکايي ډالرو جايزه کيښودلې ده ٠ د پاکستان د اطلاعاتو ورځپاڼې ددې مامور په قول وويل چه نوموړی نعيم نورخان نوميږي او د القاعدې د خارجي عملياتو په څانګه کې يو مشر دی ، هغه نه يوازي د انترنيت او پټو الکترونيکي اسنادو له لارې د القاعدې غړو ته اطلاعات ورکړي وو ، بلکې د حمله کوونکو اعمالو فعال طرح کوونکي هم و او د لندن د هيتروو په هوايي اډې باندي پخواني حمله يي هم طرحه کړې وه ، خو دغه حمله ناکامه شوه ٠