د چين د بينالمللي راډيو د خبر له مخې د پاکستان جمهوررئيس پرويز مشرف د اګيست په ٥ نيټه په اسلام اباد کې وويل اوس حکومت د تروريزم سره مبارزې ته پياوړتيا ورکوي ٠ نو په دې حال کې طبعأ تروريستان د حکومت د اقدام څخه انتقام واخلي ٠ هغه د هيوادوالو څخه غوښتنه وکړه چې بايد د حکومت دريځ درک کړي او د تروريستانو لخوا د لا زياتو احتمالي يرغلونو په نسبت روحي تياري ونيسي ٠ په دې وروستيو وختونو کې د پاکستان امنيتي پوځ په يو لړ اقداماتو کې تقريبأ شل تنه تروريستان نيولي دي ، خو په عين وخت کې د پاکستان د راتلونکي صدراعظم کانديد شوکت عزيز او د بلوچستان ولي جام محمد يوسف د تروريستي يرغل سره مخامخ شوي وو ، د دغو پيښو په هکله د پاکستان حکومت وويل تروريستي يرغل يوازې او يوازې د تروريزم د له منځه وړلو دپاره د پاکستان د حکومت اراده نوره هم ټينګه کړي
|