. د سين هوا اژانس د خبر له مخی د اګست په شپږمه نيټه دچين او پاکستان سرحدی فوځونو د لويديځ چين د شين جيانګ په سميه کښی د تروريزم په ضدګډه نظامی مانوره وکړه . دا لومړۍ ځل و چه چين او پاکستان له تروريزم سره د مجادلی دپاره ګډه نظامی مانوره وکړه . دچين او پاکستان د سرحدی فوځونو منصبدارانو او عسکرو چه شمير يی دوو سوو تنو ته ورسيد، په غيرممهمولی امنيتی ساحه کښی په نظامی مانوره کښی ګډون کړی دی . د خبرله مخی د دغی مانوری مقاصد دچين او پاکستان د دواړو هيوادونو او اردو تر منځ ددوستانه همکارۍ نوره هم ټينګتيا اوپياوړتيا، له تروريزم سره د مجادلی په برخه کښی ددواړوپوځونو د جنګی طاقت لوړول ، د تروريزم، جلايی غوښتنی او افراطيت مخنيوی کول او ور ته ضربه رسول او د سيمه ايز امنيت او ثبات ساتل دی
|