<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-08-06 21:41:49    
د نوی چين د جوړيدو د٥٥ می کاليزی په وياړد راډيويی سيالی خبرتيا

cri

 ګرانو او محترمو دوستانو ! د چين د بينالمللی راډيو له خوا د نوی چين د جوړيدو د ٥٥ می کاليزی په وياړ يوه معلوماتی مسابقه د اګسټ د مياشتی له پيل نه د نوامبر تر پای پوری جوړيږی او ددی مسابقی په اړوند ٤ مضامين او ورسره تړلی ٨ پوښتنی چه هر مضمون يی ٢ پوښتنی لری په وار سره د راډيويی څپواو انټرنيټ له لاری قدرمنو دوستانو ته وړاندی کيږی ٠ د پښتو خپرونی څانګه به د مسابقی د پای ته رسولو نه وروسته د ګډون کوونکو دوستانو څخه د لومړی ، دوهمی او دريمی درجی جايزه اخستونکی وټاکی او دوی ته به ښکلی او ښايسته جايزی ورکړی اود راډيو له خوا به د لومړی درجی جايزه اخستونکو نومونه د راډيو د نورو ژبو د خپرونو د لومړی درجی جايزی وړونکو په لست کښی د قرعه او پچه اچولو دپاره شامل شي ترڅود نوموړی لست څخه بختور مستحق کسان وټاکل شي او دوی به په راتلونکی پسرلی کښی چين ته د يوی اونی دپاره سفر وکړی ٠

مونږ به د راډيويی څپو او انټرنيټ له لاری د چين د اقتصادی انکشاف ، بهرنی چارو ، د پوهنی د اوسنی حالت او د چين د ملی اقليتونو د سيمه ايز خودمختاريت او قومیترقۍ په باب معلومات په ٤ پروګرامونو کښی د بيلا

بيلو هيوادونو او سيمو اوريدونکو ته معرفی کړو او د هر پروګرام په پای کښی به ٢ پوښتنی هم وړاندی کړو ٠ مونږ د ګرانو اوريدونکو څخه هيله کوو چه په دی راډيويی سيالی کښی برخه واخلۍ دغو ٨ پوښتنو ته سم ځواب ورکړۍ او پوره کاميابی ترلاسه کړۍ ٠ ډيره مننه