
د چين د بينالمللی راډيو د خبر له مخی د اګسټ د ٧ می نيټی سهار په ٦ بجو او ١٥ دقيقو د پاکستان په کراچی ښار کښی د بم يوه چاودنه وشوه چه په نتيجه کښی٢ تنه خلک مړه او ٣ تنه يی ټپيان شول ٠ د چاودنی د پيښيدو نه وروسته پوليسان په بيړه سره د پيښی ميدان ته ورغی او مربوطی سيمی يی بندې کړی ٠ د مختصيصانو د پلټنی نه وروسته دا نظر څرګند کړ چه دا يوه د بم چاودنی پيښه وه ٠ تر اوسه پوری کوم سازمان او يا شخصيت نه شته چه ددی پيښی مسؤليت په غاړه واخلی ٠