د چين د دولتي تاريخي اثارو د رياست مامور ښاغلی ګوه ځان لږه موده دمخه د ٢٨ مې دورې د نړيوالو ميراثونو د کميټې په غونډه کی وويل چه د چين حکومت اوس د نړيوالو ميراثونو د مرکز له لاري د جاپان او د منځني اسيا له مختلفو هيوادو سره مشوره کوي چه په ګډه سره د نړيوالو ميراثونو په ليست کی د وريښمينې لارې د شامليدو لپاره غوښتنليک وړاندی کړي ٠ نو امکان شته چه وريښمينه لاره به د نړيوال ميراث په توګه هغه پروګرام وګرزي کوم چه چين به لومړی ځل له نورو هيوادو سره يو ځاي غوښتنليک وړاندي کړي ٠
هغه وويل چه چين ځکه هيله لري چه وريښمينه لاره د نړيوالو ميراثونو په ليست کی شامل کړي چه هغه د نړيوالو ميراثونو د تنوع د پرمخبيتلو په باب د م م د يونيسکو له غوښتنې سره سمون خوري ٠ له نورو هيوادو سره يو ځاي د نړيوال ميراث په توګه د وريښمينې لارې غوښتل د مادي او کلتوري ميراثونو له چوکاټ نه وتلي اود بيلا بيلو کلتورونو تر منځ سوله ايز ديالوګ او ګډ انکشاف تاييدوي ٠
وريښمينه لاره د چين له لرغوني پايتخت چانګ ان ښار نه شروع او دننه په چين کی څه د پاسه ٤ زره کيلومتره غزيدلی او د جنوبي او منځنی اسيا له لاري اروپا ته رسيدلې چه عمومي اوږدوالی يي له ٧ زرو کيلومترو نه اوښتی و ٠
وريښمينه لاره د لرغونې زمانې د ختيځې او لويديځې نړۍ تر منځ د اقتصادي او کلتوري تبادلې مهم پل و او د لرغونې زمانې چيني ، هندي ، فارسي او عربي کلتورونه يي د لرغوني يونان او روم له کلتورونو سره تړلي چه د ختيځې او لويديځې نړۍ د تمدنونو تر منځ د تبادلې د پرمخبيولو لپاره يي ډير مهم رول لوبولی دی ٠
د م م يونيسکو په ١٩٨٩ ، ١٩٩٠ او ١٩٩٢ کالو کی دری ځله تحقيقاتي ګروپونه ورليږلی چه په خاص ډول يي د مځکني وريښمينې لارې ، سمندري وريښمينې لارې او د څړ ځايونو د وريښمينې لارې څيړنه وکړه ٠ د تير کال په اګيست کی ، نوموړی سازمان يو ځل بيا ګروپ ور ليږلی چه په چين کی د وريښمينې لارې د برخې څيړنه وکړي او د هغه امکان څيړنه وکړي چه وريښمينه لاره به د کلتورې لارې په توګه د نړيوالو ميراثونو په ليست کی شامله شي ٠
د خبر له مخی ، ٠ د چين د دولتي تاريخي اثارو رياست به په بيجينګ کی يوه غونډه جوړه کړي او د نوموړی تحقيقاتي ګروپ په راتلونکو کارونو باندی به بحث وکړي
عکس : په وريښمينه لاره کی د اوښانو سيوري