زمونږ په کورني ژوند کې يو شمير پلرونه او ميندې دا عادت لري چه خواږه او قندلرونکي خوراکونه لکه شيرني او چاکليت خپلو بچيانو ته ورکړي ، دغه راز ماشومان هم له دغو خوراکونو سره ډير مينه لري ٠ که څه هم تر يوي اندازي پوري بوره د ماشومانو د ودې له پاره ضروري ده ، ځکه چه بوره په بدن کې د تودوخي د رامنځ ته کيدو يوه مهمه وسيله ده ، خو که د بچيانو په بدن کې د قندي موادو اندازه ډيره زياته شي ، د دوي له پاره هم به زيان ورسول شي ٠ ځکه د زياتو خواږو خوراکونو يوه برخه د خوړلو نه وروسته د ماشومانو په خوله کې پاتي کيږي چه د لږ وخت په تيريدو سره خرابيږي او د کوچينيانو د غاښونو د رژيدو او د ماشومانو په خوله کې به ځيني مکروب پيدا کيږي ٠او د زياتو ناروغيو د رامنځ ته کيدو له پاره به زمينا برابره شي ٠ همدا راز د زياتو خواږو خوراکونو د خوړلو په نتيجه کې به د کوچينيانو په بدن کې ويتمامين بي له منځه لاړ شي او د کلسيم به کم شي ، په دي اثر به نه يوازي د ماشومانو سترګي کمزوري شي بلکه استها به يي هم و سوځيږي ٠ بله خبره دا ده چه عمومأ د زياتو شمير خلکو عقيده دا ده چه که ماشوم يي چاغ او په غوښو پټ وي ، نو صيحت به يي هم ښه وي او که ماشوم يي څاغ نه وي ، نو دا به د ناروغۍ نښه وي ٠ خو حقيقت دا دي نه شي ويل کيږي چه ګواکي ټول چاغ ماشومان روغ او ډنګر ماشومان په ناروغۍ اخته دي ٠ که ماشوم ډير خوراکونه وخوري او ډير چاغ وي ، نو تر يوي اندازي پوري د دوي له پاره ډير خطرناک وي ٠ د طبي څيړنې له مخې هغه ماشومان چه د وړوکتوب په وخت کې ډير چاغ او وزن يي ډير زيات وي ، نو کله چه لوي شي ، د دوي د وينې او د لوړ فشار او د وينې د رګ د ناروغيو د پيښيدو ميزان د هغو کسانو په نسبت چه د بدن وزن يي عادي دي ، ډير لوړ ښکاره شي ٠ د اړوندو کار پوهانو په نظر د وړوکتوب په وخت کې د چاغوالي د ناروغۍ علاج د لويانو په نسبت ډير مشکل دي ٠ نو پلارونه او ميندي بايد په چاغو ماشومانو باندې پروتيني لرونکو خوراکونو کم کړي او د هغوي په ځاي دي ماشومانو ته ځيني تازه سبزي او ميوي ورکړي ٠ دغراز پلار او مور دي د ورزش له پاره دوي ته تشويق ورکړي څو چه دوي لږ ډنګر او بدن يي پياوړي شي ٠