<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-08-08 20:22:15    
په اسيا کی د نفوس په برخه کی د جنس نابرابری

cri

په اسيا کښی دچين ،هند او پاکستان نفوس د نورو هيوادونو په نسبت ډير زيات دی اود دوی په هيوادونو کښی داسی تمايل موجود دی چه خلک هلکانو ته په درنه سترګه ګوری او نجونو ته په سپک نظر ګوری . اوس خلک دجنسونو د انتخابولو له تخنيکونو څخه په استفادی سره نجونی ليری کوی ..په دغو هيوادونو کښی هغه عمل غير قانونی دی کوم چه د جنينونود ټاکلو او انتخابولو دپاره نجونی جنينونه سقط کيږی ، خو حقيقت دا ثابتوی چه دا کار سرته رسيدلی شی . د قانون له مخی ډاکتران بايد تاسو ته ستا دجنين دجنس په هکله خبر ورنه کړی ،که تاسو دوی ته رشوت ورکړی ، نو دوی به تاسو ته خبر ورکړی .وروسته ترهغه د هلکانو او نجونو ترمنځ د جنس تناسب د زياتيدو په حال کښی دی . په دغو هيوادونو کښی د نجونو او پيغلو دمړه کيدو ميزان هم له عادی سويی څخه هم لوړ دی ،په دی اثر د نارينه و او ښځو تر منځ تناسب نورهم هماهنګ نه دی. نوځکه ددوی په ټولنو کښی د ځوانو نارينو شمير په ښکاره توګه له ځوانو ښځو څخه زيات دی .د اټکل له مخی تر ٢٠٢٠ کاله پوری به په هند کښی دهغو ځوانو نارينه و شمير چه عمر يی له پنځلسو کالو نه تر څلور ديرشو کالو پوری دی ، له ځوانو ښځو څخه اته ويشت مليونه تنه زيات وی ،په چين کښی به دغه رقم ديرشومليونو تنو ته ورسيږی . نوځکه په چين او هندکښی نوموړی نارينه په مجرد ډول ژوندکوی ، دغه نارينه دځوانو نارينه و په سلو کښی پنځلس برخه نيسی او دو ی ډير غريب دی ، پوهنه يی نه ده منلی او اختصاصی مهارتونه نه لری او کار هم نه لری.

په چين ، هند او پاکستان کښی چه د څو زرو کالو راهيسی هلکانو ته په درنه سترګه دکتلو او نجونو ته په سپک نظر دکتلو په باب عنعنات موجود دی ، دغه نارينه تل د ټولنی دناکرارۍ له عواملو څخه شميرل کيږی او تل ستری اجتماعی ګډوډۍ رامنځ ته کوی ، که چيری دغه نارينه سره يو لاس کړی ، نو د ټولنی په مقابل کښی به لاستر تهديد تشکيلوی .دوی عموما په ښارونو کښی متمرکز کيږی اود ګرځنده کسانو په توګه ژوندکوی .