<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-08-08 20:46:10    
د يوې چينايی ماشومی جنکۍ نيکه ارزو

cri

جنکۍ بين بين سږکال ٧ کلنه ده او له خپل پلار او مور سره د چين په مرکز بيجينګ کی اوسيږي ٠ د بين بين پلار يون بينګ ځونګ د چين د سينهوا اژانس يو خبريال دی اوپه ٢٠٠٣ کال کي د مرکه کولو لپاره د افغانستان مرکز کابل ته استول شوي او د افغانستان د سياسي ، اقتصادي او ټولنيز ژوند په برخو کی يي زيات راپورونه راليږلي دي ٠ د يوې مياشتې د مرکه کولو په بهير کي ، هغه په خپلو سترګو د افغانانو هغه بدمرغه حالت چه د څه د پاسه شلو کالو جګړې له امله دوي ته رسيدلي وو وليدل او نه يوازي يي د مهاجرينو د کمپونو ، بلکي د يتيم خانو څخه هم ليدنې کتنې وکړې ٠ د افغانستان د خلکو بدمرغه حالت دده احساس خورا غمجن کړي ، نو چين ته د بيرته ستنيدو نه زيات وخت وروسته هغه لا هم کله کله د افغانستان د حالت په باب فکر کاوه او خبری يي کولې ٠

يوه ورځ بين بين له خپل پلار او مور سره دريواړو د خپلې اوسيدونکي سيمې په وړوکي پارک کي ورزش وکړ ٠ په چاپيريال کی څو تنو کوچنيانو چه له بين بين سره همزولي دي په خوشحالۍ سره لوبه کوله ٠ پلار يي د دغو نيکمرغو او ښادمنو کوچنيانو په ليدلو سره په بااحساسه توګه وويل چه د بيجينګ ماشومان ډير نيکمرغه دي ٠ دوي چه هر شی غواړي ، هر شی لري ٠ خو د افغانستان ماشومان په ژمی کی پخته يي کالي او ښه ډوډۍ نه لري ٠ ددوی په ژوند کی ښادي ، رنګونه ، تليويزيون ، موزيک ، د لوبي الات او د درس لوستلو فرصت نشته ، برعکس د هر يوه له سترګو نه ويره او ناکراري ليدل کيږي ٠ بين بين چه په اړخ کی يي لوبه کوله ، د پلار د دغو خبرو د اوريدو نه وروسته په جدي توګه وويل ، زه غواړم چه افغاني ماشومانو ته زيات ښه ښه خوراکونه وسپارم ٠ ورپسي هغې وويل چه زه نه يوازی دوی ته د يوې ورځې د اړتيا وړ خوراکونه وسپارم ، بلکي د يوه کال د اړتيا وړ خوراکونه وسپارم ٠ مور يي ور څخه پوښتنه وکړه چه دومره زيات خوراکونه به ته څنګه افغانستان ته وړی ؟ هغې په ماشومانه توګه خپل سر پورته کړ او و يي ويل چه زه به يي د يوه لوي موټر په واسطه ور ورسوم٠ مور يي بيا پوښتنه وکړه چه ته موټر نه شی چلولی ، نو څوک ستا لپاره موټر چلوي ؟ هغې ځواب ور کړ چه البته پلار ٠ زه غواړم چه د موټر په ټولو خالي ځايونو کی خوراکونه واچوم ، نو افغاني ماشومان به يي د يوه کال لپاره وخوړلي شي ٠

بله ورځ د بين بين پلار بيا د کابل يتيم خانې رايادې کړې ، بين بين چه د نانځکې لوبه يي کوله ، له پلار څخه پوښتنه وکړه چه يتيم څوک دی ؟ پلار يي ځواب ور کړ چه يتيم هغه ماشوم دی چه پلار او مور نه لري ٠ دوي په يتيمخانه کی چه څلور ديوالونه يي تياره دي ژوند کوي او دوي خورا بدمرغه دي ٠ ددوي په نسبت ته څومره نيکمرغه يي ٠ بين بين بيا له پلار څخه پوښتنه وکړه چه ددوي پلرونه او ميندې چيري تللي دي ؟ پلار يي ځواب ور کړ چه د جګړې په وخت کي وژل شوي ؤ ٠ چا جګړه وکړه ؟ دوي ولي جګړه وکړه ؟ بين بين هم په قهر او غوسی شوه اړ هم زړه سوی شوه ، نو و يي ژړل ٠ پلار يي سمدلاسه هغه دلاسا کړه او ور ته يي وويل چه افغاني يتيمان قلمونه ډير خوښوي ، ما خپل ټول قلمونه دوي ته ور کړي وو او دوي ډير خوشحاله شول ٠ بين بين چه د پلار دغه خبره واوريدله ، فورأ خوشحاله شوه او خپلې مور ته يي وويل چه موره ، پلار می خپل ټول قلمونه افغاني يتيمانو ته ور کړي وو ، شاباش ! د دغو خبرو د ويلو په وخت کی ، د بين بين په مخ باندی اوښکې هم

خورې شوې ٠

که څه هم د جنکي بين بين دغه ارزو چه افغاني ماشومانو ته ښه خوراکونه وسپاري ، اوس سر ته نه شي رسيدلی ، خو مونږ يقين لرو چه هغه د لوي کيدو نه وروسته به هرومرو له هغو کسانو سره چه د کومک اړتيا ولري مرسته وکړي ٠