د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی،د اګيسټ په اتمه نيټه ماښام د پاکستان په کراچی د يوه ميلمستون نه دباندی د دوو بمونو د چاودنې له امله اووه تنه مړه او اته څلويښت تنه ټپيان شول چه د ټپيانو له جملې څخه ځينی د مرګ له خطر سره مخامخ دی ،دغه راز د نوموړی ميلمستون عمده ودانۍ ته هم تاوانونه ورسيدل٠
له چاودنې نه وروسته پوليسان ژر د پيښې ځای ته ورسيدل او مربوطه سيمه يی کلابنده کړه، بم څيړونکو متخصصانو د ميلمستون له شاوخوا څخه دريم بم وايست ٠ لا تر اوسه پوری هيڅ سازمان او شخصيت د نوموړی چاودنې مسئوليت په غاړه ندی اخيستی ٠