د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی، د پاکستان جمهوررئيس پرويز مشرف د اګيسټ په اتمه نيټه دا څرګنده کړه چه دی د بمونو د چاودنې پر هغې پيښې باندی چه په همدې ورځ په کراچی کښی وشوه ،سخته غندنه کوی او مربوطوڅانګو ته يی امر صادر کړ چه ژر تر ژره د دې پيښې تحقيقات وکړی، مجرمين ونيسی او ور ته سخته سزا ورکړی٠
جمهوررئيس په يوه وينا کښی له مربوطو څانګو څخه هم غوښتنه وکړه چه د مشابه تروريستی پيښو د بيا رامنځ ته کيدو د مخنيوۍ دپاره تدبيرونه غوره کړی٠