<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-08-09 19:39:50    
د کورني د حفظ الصحي او روغتيا ترمنځ روابط

cri
زمونږ په نظر په کورنې ژوند کې حفظالصحي ته پاملرنه کول د کورني غړو د روغتيا له پاره ډير اهميت لري ٠ انسان په ژوند کې دوه لاسونه د بدن د نورو برخو په نسبت په بيلا بيلو شيانو وهي ، نو ځکه پر لاسونو باندې ميکروب ډير زيات وي ٠ ښه به دا وي چه له بهر او کار نه کور ته د رسيدو نه وروسته بايد لومړي خپل لاسونه ومينځۍ څو چه ميکروب کم او ليري شي ٠ خو ځيني کسان د لاس د مينځلو عادت نه لري ، دوي چه کور ته راشي ، په هر شي لاس ووهي او ماشوم په غيږ کي ونيسي ٠ دوي نه پوهيږي چه سم په دي اثر د ځينو ساري ناروغيوميکروب کور او ماشوم ته رسول کيږي ٠ زمړنږ بل نظر دا دي چه کله چه له بهر نه کور ته راشي ، هم بايد خپل بهرني جامي و باسي ، ځکه چه بهرني جامي کرغيړني شوي دي ٠ ځيني خلک دا بد عادت لري چه د ستړتيا له امله پر کټ باندې پريووزي ، دوي نه پوهيږي چه دا به د پوستکي ناروغۍ د رامنځ ته کيدو سبب شي ٠ پرته له دي نه په کور کې شيان او سامانونه دي ښه ترتيب او ځاي پر ځاي شي ٠ دا د کورني حفظ الصحي د ساتنې له پاره هم لازمه ده ٠ ځيني ښځي کله کله دا عادت لر ي چه له بهر نه اخيستل شوي شيان لکه سبځي ، غوښي او داسي نور په خپله خوښه د ډوډۍ خوړلو پر ميز باندې ږدي او خامي او پخې غوښې يا سبزي په يوه ټوکري کې اچوي ٠ ځيني دډوډۍ د پخولو په وخت کې په يوه چاړه خامې او پخې غوښې او سبزي پري کوي ، دا هم ښه عادت نه دي ، ځکه په خامو سبځيو او غوښو کې د ځينو ساري مرضونو مثلأ د ځګر او پيچ د ناروغيو ميکرومونه موجود دي ٠ که دي ته متوجه نه شي ، نوموړي عاروغۍ به راپيدا شي