<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-08-09 19:50:29    
،د جه جيانګ په ولايت کښی شخصی صنعتګران ستر انکشاف ته انتظار باسی .

cri

دختيځ چين په ساحلی سيمه کښی د جه جيانګ ولايت دچين له ډيرو شتمنو ولايتونو څخه شميرل کيږی.په چين کښی د اصلاح او ورخلاصون د پاليسۍ د تطبيق نه راهيسی د دغه ولايت اقتصادی انکشافی سرعت تل چټک دی ، په تيره بيا په دغه ولايت کښی شخصی تصديو د ليدو وړ انکشاف موندلی دی . خارج ته د چين د بازارونود نور هم خلاصولو سره سره د دغه ولايت شخصی تصدۍ دودی په بهيرکښی هم د سيالی له ستر فشار سره مخامخ شو ی دی . د دغه ډول حالت د بدلولو دپاره اوس د دغه ولايت شخصی صنعتګران د خپلو تصديو د انتظامی سيستم په بشپړتيا او د تصديو د سيالی د قوی په لوړتيا بوخت دی او دشخصی تصديو د لا زيات انکشاف دپاره هڅه کوی .

د مطلق اکثرو شخصی صنعتګرانو پخوانی هويتونه بزګران ، معمولی کارګران او صنعتګران وو .دو ی د تصديو د جوړولو په ابتدايی موده کښی ډيری لږی پانکی درلودی او انتظامی تجربی يی نه درلودی او بالکل يی په خپلو لاسو او قوتونو تصدۍ جوړی کړی وی . خو دغه نامفيد عوامل پر دغو صنعتګرانو باندی ناوړه اغيزه نه ده اچولی او بالاخره دوی کاميابی تر لاسه کړه .دوی وويل چه ددوی د کاميابی علت په دی پوری اړه لری چه د تيری پيړۍ داوومی لسيزی په پای کښی چين داصلاح او ورخلاصون د پاليسۍ په تطبيق پيل کړی و .د دغی پاليسی

د تطبيق مقصد د بازاری اقتصاد را منځ ته کول او دخلکو دعايداتو زياتول دی .د جه جيانګ ولايت د هان جو ښار د سی ځه د لفت د شرکت عمومی مدير ښاغلی وانګ شوی فو دا نظريه درلوده چه د اصلاح او ورخلاصون پاليسۍ د تصديو د جوړولو په برخه کښی دده دپاره فرصت برابر کړی دی. هغه وويل په هغه وخت کښی مونږ په دی ډير افتخار کاوه چه په مځکوکښی د زراعتی کښتونو د کرلو نه وروسته خپله پاملرنه دتصديو جوړولو ته واړوله، ځکه انکشافی بهير يو فرصت هم دی ، مونږ دغه فرصت په خپل لاس کښی نيولی و . د تيری پيړۍ داوومی لسيزی په پای کښی ښاغلی وانګ د جه جيانګ ولايت د هان جو د ښار په اطرافو کښی د زراعتی ماشين الاتونو د جوړولو فابريکه جوړه کړه او د تراکتورونو ځينی پرزه جات يی توليد کړل . وروسته تر هغه دی دا وموندله چه د لفتونو په مقابل کښی د بازارونو اړتياوی ډيری زياتی دی او له نورو کسانو سره يی په ګډه پانګه د لفتونو د توليدولو تصدۍ جوړه کړه . اوس د دغی تصدۍ کلنی توليدی ارزښت دوو مليارډو ژن مين بی يونو ته رسيدلی دی .

د جه جيانګ د وين جو د او کانګ ډلی عمومی مدير جين سيو کانګ ډير متشبث او د خلاقيت روحيه لرونکی سوداګر دی . شل کاله دمخه هغه د بوټانو د جوړولو فابريکه جوړه کړه او دده تصدۍ په چين کښی د څرمنو بوټانو د جوړولو په کسب کښی دريم مقام نيسی . خو هغه په دی ټکی کفايت نه کوی ، څو کاله دمخه هغه په خارج کښی زياتی پانګی واچولی او هلته يی د څرمنی بوټانو د خرڅولو پلورنځی پرانيستل . هغه وويل دوه کاله کيږی چه ما په خارج کښی د بوټانو د خرڅولو پلورنځی پرانيستلی دی چه په ٢٠٠١ کال کښی ما لومړۍ د فرانسی په پاريس وروسته د ايتاليی په ميلان ، روم، نيويارک ، باسلونا او د نورو هيوادونو په لويو ښارونو کښی دا ډول پلورنځی پرانيستلی دی ، اوس په څه د پاسه لسو هيوادونو کښی نوموړی پلورنځی موجود دی . هدف می دا دی چه پريږدی دچين توليدی مارکونولرونکی جنسونه ګام په ګام له چين نه د نړۍ نورو برخو او هيوادونو ته لاره پيدا کړی .

له اسنادو څخه څرګنديږی چه د٢٠٠٣ کال د جون تر پايه پوری په دغه ولايت کښی دشخصی اقتصاد برخه د ټول ولايت د داخلی عمومی توليدی ارزښت په سلو کښی دری پنځوس نيولی ده .د جه جيانګ ولايت په اوسنيو درو لکو پنځوسو زرو تصديو کښی په سلوکښی اتيا تصدۍ د غير دولتی مالکيت او سهامی تصدۍ دی. له دی کبله چه د جه جيانګ په ولايت کښی د شخصی تصديو پيمانه نسبتا کوچنی ده ، نو ځکه د بااستعداده کسانو د روزنی، مترقی تخنيکونو او د نظام دضمانت په برخو کښی ددوی او د داخلی او خارجی لويو تصديو تر منځ نسبتا لويه فاصله موجوده ده اوس په دغه ولايت کښی صنعتګرانو د تصديو د نظام د بشپړتيا په برخه کښی په ازموينه لاس پوری کړی دی .لږه موده دمخه د جه جيانګ ولايت د وين جو په ښار کښی د نهو مشهورو شخصی تصديو په ګډ ابتکار دچين لومړۍ ډله ايزه سهامی تصدۍ جوړه شوه .

عکس : د چه چيانګ شخصی  صنعتګران د شينجيانګ د توروفان   په ښار کی