د سينهوا اژانس د خبر له مخې د افغانستان يو محلي مامور د اګيست په نهمه نيټه وويل د افغانستان پوځ د اګيست په اوومه نيټه د ارزګان په ولايت کې د طالبانو څلور تنه محلي قوماندانان ونيول او په وروستني اقداماتو کې يې د طالبانو ٦ تنه وسله وال کسان ووژل ٠ نوموړي مامور زياته کړه جې حکومتي پوځ په اوومه نيټه داطلاعاتو سره سم د ارزګان ولايت په مرکز تيرينکوت کې پر هغه ځاي باندې يرغل وکړ چې نوموړي څلور تنه پکې پټ شوي وو او دوي يې ونيول ٠ هغه وويل د نيولو په حال کې دطالبانو نوموړو څلورو تنو قوماندانانو پر حکومتي پوځ او پر بينالمللي سوله ساتي پوځ باندې د حملې په باب پلان جوړاوه ٠ دوي د نيول کيدو په حال کې د حکومتي پوځيانو سره مقاومت نه دی کړی ٠
|