<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-08-10 10:02:11    
د پاکستان خارجه وزير قصوری د امريکې له خارجه وزير سره تيليفونی خبرې وکړی

cri

د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی، د پاکستان خارجه وزير خورشيد محمود قصوری د اګيسټ په نهمه نيټه د امريکې له خارجه وزير کولين پاويل سره تيليفونی خبرې اترې وکړې او په عمده توګه يی د هند او پاکستان د هر اړخيز ديالوګ د پرمختګ په باب مسئلې باندی يی بحث وکړ٠
قصوری وويل چه پاکستان د سيمه ايزې سولې او امنيت د ترسره کولو په باب د ديالوګ د پرمخبيولو دپاره هڅه کوی، که د کشمير د مسئلې په شمول د هند او پاکستان ترمنځ ټولې شخړې او کشالې حل کړی شی، نو دوامداره سوله ترسره کيدای شی٠

 
خارجه وزير قصوری وويل چه د پاکستان او هند خلک هيله لری چه په ديالوګ کښی برياليتوب ترلاسه شی ، هغه دی ته سترګه پهلارهدی چه په راتلونکی مياشت کښی به په نوی ډيلی کښی د هند له خارجه وزير سره خبرې اترې وکړی
د امريکې خارجه وزير پاويل د هند او پاکستان د هراړخيز ديالوګ له پرمختګ څخه رضايت څرګند کړ ٠
د روان کال له جنورۍ راهيسی هند او پاکستان د څو موضوعاتو په باب سره ديالوګ کړيدی٠ د سپتمبر په مياشت کښی د دواړو هيوادونو خارجه وزيران به رسمی خبرې اترې وکړی٠