د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی، د پاکستان جمهوررئيس پرويز مشرف د اګيسټ په نهمه نيټه په راولپينډی کښی دا څرګنده کړه چه پاکستان به په اوسنيو حالاتو کښی عراق ته پوځيان ورو نه ليږی ، خو د حالاتو د بدلون له مخی به خپله پاليسی تنظيمه کړی٠
جمهوررئيس مشرف د پاکستان د نيوز او جنګ د ورځپاڼو له خبريالانو سره د مرکې په ترڅ کښی وويل چه عراق ته د عسکرو د ليږلو په مسئله کښی د پاکستان حکومت له بهرنی فشار سره ندی مخامخ شوی ٠ عراق ته د پاکستان د پوځيانو ليږل بايد د داسی درو شرائطو پراساس ولاړ وی چه د عراق موقتی حکومت دی پاکستان ته بلنه راکړی، نور اسلامی هيوادونه به هم عراق ته عسکر وليږی او د پاکستان د پارلمان لخوا منظور شی ٠