<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-08-10 20:47:18    
د چين په کليوالي سيمو کي يو مليون تنه داوطلبې ښځې د ايدز د ناروغۍ د وقايي په کار لاس پوري کوي ٠

cri

د چين د نفوسو او کورنې لارښوونې د کميټې مرستيالې ميرمنې ځاو باي ګه لږه موده دمخه د چين د دولتي شورا د مطبوعاتي دفتر په يوه غونډه کی وويل چه اوس د چين په کليوالي سيمو کی يو مليون تنه ښځې په داوطلبانه توګه د ايدز د ناروغۍ د وقايي په کار لاس پوري کوي ٠ دوي د ايدز د ناروغۍ د وقايي لپاره به ستر رول ولوبوي ٠

هغې دا څرګنده کړه چه د ايدز ناروغۍ يوازی د روغتيا ساتنې مسله نه ده ، په حقيقت کی يوه ټولنيزه مسله ده ٠ نو ځکه که مونږ وغواړو چه په ريښتيا سره د ايدز له ناروغۍ سره مجادله وکړو ، نو پرته د سياسي ژمنو او پانګي اچونې نه ، يوه مهمه موضوع د ټولنيزو منابعو تنظيمول او راغونډول دي ٠

مرستيالې ځاو باي ګه وويل چه د بينالمللي ټولنې په مرسته ، اوس د چين اتو ولايتونو د ايدز د ناروغۍ سره د ولادي روغتيا ساتنې د پيوستون کار شروع کړيدی ٠ هغې وويل چه زمونږ د کار مهم ټکی د اوميدوارۍ په ضد د پلاستيکي کاپوت يا کاندوم د استعمال تبليغول او د ايدز د ناروغۍ د سرايت د لارو د مخنيوۍ په عرض د وسايلو غوره کول دي ٠ دغو کارونو اوس په اتو ولايتونو کی ښه پرمختګ کړيدی ٠

مرستيالې ځاو باي ګه په تاکيد سره وويل چه د چين د نفوسواو کورنې لارښوونې کميټه د ايدز د ناروغۍ د وقايي په کارونو کی ستر رول لوبولی شي ٠ لومړی --د نفوسو او کورنی لارښوونې کميټې د ولسي او تبليغاتي کارونو يو ډيره ښه شبکه درلودلی ده ٠ دوهم -- ولادي روغتيا د ايدز د ناروغۍ د دروخپريدونکو لارو څخه له دوو لارو سره اړه لري ، يعني جنسي خپرونه او د اوميدوارو ميندو له خوا جنينونو ته خپرونه ده ٠ دريم -- په راتلونکی يوه ښايسته اوږده موده کی به، د نفوسو او کورنی لارښوونې د کميټې د کارونو هدف هغه ښځې وي چه عمر يي د ماشومانو له زيږولوسره مناسب دی ځکه چه دوي په اسانه توګه د ايدز په ناروغۍ اخته کيږي ٠ مونږ به له صحي څانګو سره يو ځاي د ايدز د ناروغۍ د وقايي کار يوې نوي سويي ته لوړ کړو ٠ ------ موزيک ------

ګرانو خويندو ، د روغتيا ساتنې نړيوال سازمان لږه موده دمخه په يوه خپور شوي رپوټ کي دی ته اشاره وکړه چه د ګردې کرې په چوکاټ کی د ايدز د ناروغۍ د خپريدو د مخنيوۍ لپاره ، داوميدوارو ميندو او جنينونو تر منځ د ايدز د ناروغۍ د ويروس د خپريدو وقايه ډيره مهمه ده ، نو له دې امله د روغتيا ساتنې نړيوال سازمان د ميندو له خوا ماشومانو ته د ايدز د ناروغۍ د ويروس د خپريدو د مخنيوې لپاره څو ډوله دواګانې معرفي کړې ٠

د روغتيا ساتنې د نړيوال سازمان مامور وويل چه د تازه راټول شويو معلوماتو له مخي ، ددې دواګانو استعمال د اوميدوارو ښځود روغتيا ساتنې او جنينونو ته د ايدز د ناروغۍ د ويروس د خپريدو د خطر د کموالی لپاره ښکاره موثريت لري ٠

نو له دی امله د روغتيا ساتنې نړيوال سازمان پيشنهاد وکړ چه د ايدز د ناروغۍ

په ويروس اخته شوي ښځې بايد د اوميدوارۍ له ٢٨ مې اوونۍ څخه د ويروس په ضد يو ډول دوا استعمال کړي او د ماشوم د زيږيدو په موده کي دی بل ډول دوا وخوري ، په عين حال کی دی نوي زيږيدلي ماشوم ته هم بايد لږه اندازه دغه دوه ډوله دواګانې ور کړي ٠ د علاج دغه طريقه د اوميدوارو ښځو لپاره ډيره ګټه لري ٠