<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-08-10 21:17:40    
له نجونو سره د پاملرنې فعاليت په شان سي ولايت کی پيل شويدی

cri

له نجونو سره د پاملرنې لوي تبليغاتي فعاليت د جولاي په مياشت کی د چين د شان سي ولايت په مرکز تيای يوان ښارکی په رسمي توګه پيل شويدی ٠

د چين د نفوسو او کلتور د پرمخبيوونکي ټولنې رييسې ميرمن پونګ پي يون ددی فعاليت د پيل کيدو په مراسمو کي ګډون وکړ او دا يي څرګنده کړه چه د تيرې پيړۍ د اتمې لسيزې راهيسي ، په چين کی د نفوسو د زيږيدو تناسب په مداومه توګه لوړ شوی او سخت حد ته رسيدلی دی ٠ نو په شان سي ولايت کی د نجونو سره د پاملرنې د فعاليت پيل کيدل د محلي نفوسو د جنسي برابرۍ د پرمخبيولو او د نفوسو د ښه چاپيريال د جوړولو لپاره ستر اهميت لري ٠

د شان سي ولايت د والی مرستيالې ميرمن وانګ سين په مراسمو کی وويل چه شان سي ولايت به په راتلونکو درو کالو کی د زيږيدلو نفوسو د جنسي تناسب د برابرۍ لپاره د ادارې خاص اقدامات غوره کړي او هڅه به وکړي چه د امکان تر حده پوري په ګرد ولايت کی د زيږيدلو نفوسو د جنسي تناسب د دوامدار لوړوالی د تمايل مخه ونيسي ٠

هغې وويل چه مونږ به په کوشش سره په ټولنه کی د نجونو سره د پاملرنې په باب

د عامه افکارو ښه فضا جوړه کړو او په زيات قوت سره به د نارينه وو او ښځو د

مساوات او د لږو او ښو کوچنيانو د زيږولو په باب د نوي ټولنيز رسم ابتکار وکړو٠

د معلوماتو له مخي ، له تير کال نه د چين د ١١ ولايتونو په ١١ ولسواليو کی د نجونو سره د پاملرنې د فعاليت ازمايښتي کارونه پيل شوي او په واضحه توګه وړانديز شوي چه بايد جنسي تبعيض ليري کړی شي او بايد د نارينه وو او ښځو د مساوات روحيه په ځان کی وروزل شي ٠ د روان کال د فبرورۍ نه راهيسي ، د نجونو سره د پاملرنې فعاليت په وار سره د چين په مختلفو ځايونو کی پيل شوي او د شان سي ولايت د پينګ ياو ولسوالۍ په شمول ١٣ ولسوالۍ نوي ازمايښتي ځايونه ګرزيدلي دي ٠