<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-08-11 18:29:45    
د لسو زرو لګ لګ په نامه د غر تر لمن لاندې اوسدونکي

cri

د جنوب لويديځ چين د ګوان سي د ځوان قوم د خودمختارې سيمې د فان چن ګان په ښاري سيمه کې د لسو زرو لګ لګ په نامه يو غر شته ، که څه هم دغه غر دومره لوي نه دي خو له دي امله چه هر کال زر هاو زرهاو ماهيخوار سپين مرغان د تاکثير له پاره دغه غر ته راځي او اوسيږي او په دي بهير کې په دي غر کې يوه ډيره ښکلي طبيعي او خاصه منظره ښکاريږي ، نو ډير شهورت يي موندلي دي ٠ ډير پخوا د محلي ځاي اوسيدونکو ګمان کاوه چه نوموړي مرغان سپين لګ لګ دي ، نو دغه غر د لسو زرو سپين لګ لګ په نامه غر د خلکو په ياد کې پاتي شوي دي ٠

د نوموړي غر تر لمن لاندي اوسيدونکي بزګر سوي چيانګ بان او دده کورني د ډيرو کلونو له پاره په دي ځاي کې اوسيږي ، هغه وويل چه دلته هوا ګرمه ، مرطوبه او ډيره معتدله ده ، نو هر کال د اپريل د لومړنيو لسو ورځو په شاوخوا کې زر هاو زر هاو ماهيخوار سپين مرغان له جنوبي خوا نه دلته راځي ٠ هغه وويل چه هان په ١٩٥٢ کال کې زما کورني په دي ځاي کې اوسيدل ٠ پخوا مونږ هم په دي پوه نه شول چه دغه مرغه ماهيخوار سپين مرغان دي ، ګمان مو کاوه چه دغه مرغه سپين لګ لګ دي ٠ د چين د عنعنوي رواجونو سره سم لګ لګ د نيکمرغۍ سمبول ګڼل کيده ، نو دده د نيک له خوا د کورني دري مقررات و ټاکل شول ٠ ددغو مقرراتو له مخې د کورنيو غړو له پاره د دغه لګ لګ دوژلو ، نيولو او د مرغه د هګۍ د را ايستلو ممنوع دي ٠ سر له هغه وخت نه په دي کورني کې د څه د پاسه پنځوس کالو له پاره د مرغانو په ساتنې ټينګار شوي دي ٠ ماهيخوار سپين مرغان هر کال د اپريل له لومړنيو لسو ورځو نه پيل له جنوبي خوا نه دغه غر ته راځي او په دي غر کې جوان مرغان يي ساتي او د کال په پاي کې جنوبي خوا ته بيرته الوزي ٠ ددي له پاره چه د ماهيخوار سپين مرغانو د اوسيدو چاپيريال نور هم ښه شي ، هر کال بزګر سوي چيانګ بان د خپلې کورني له غړو سره يو ځاي په دي غر کې ونې کيږدي ٠ هغه وويل چه زياتې ونې کيښودل د مرغانو له پاره ډيره ګټه لري ٠که ونې زياتي وي ، ماهيخوار سپين مرغان به هم زياتي وي ٠

د څه د پاسه پنځوس کالو نه راهيسي بزګر سوي چيان بان او دد ه د کورنې غړو په دي غر کې ډير ونې کيښودلي دي چه شمير يي نه شميرل کيږي ٠ په دي حالت کې د نوموړي مرغانو د ژوند له پاره ډير ښه چاپريال برابر شوي دي او په دي اثر دماهيخوار سپين مرغانو تکثير چټک شوي او شمير يي د پنځوس کالو نه د مخه له شلو ګونو نه تر اوسه پوري څه د پاسه پنځه ويشتو زرو ته رسيدلي دي ٠ ويل کيږي چه د نوموړو مرغانو د ساتنې له پاره سوي چيانګ بان او دده کورنې ډير خدمتونه تر سره کړي دي ٠ حتي دهغه زور چه سوي يوي جيان نوميږي او په مکتب کې درس لولي هم په دي هکله ډير ګټور کارونه کړي دي ٠ هغه وويل چه زه خبر يم چه نوموړي مرغان په غر کې أشيانه جوړوي او په ځنګل کې خپل ماشوم ساتي ، که کوچيني مرغ له ونې نه مځکې ته وغورزيږي ، ختمأ هغه خپل کور ته راوړي او تر ښي ساتنې لاندې راشي ٠ د ښاغلي سوي چيان بان او دده کورنې خدمتونو د ټولنې ملاتړ او ستاينه حاصله کړې ده ٠ په ١٩٩٣ کال کې دلس زرو لګ لګ په نامه غر د نوموړي ښار له خوا د طبيعي ساتونکې سيمې په توګه وټاکل شو ٠ سږکال په فبروري کې د چين د چاپيريال د ساتنې د دولتي عمومي اداري بزګر سوي چيانګ بان ته د چاپيريال د ساتنې د وتلي کارنامې قايموتکي په نامه جايزه ورکړي ده ٠