د چين د بينالمللي راډيو د خبر له مخې د پاکستان د حکومت يوه عالي رتبه مامور داګيست په دوولسمه نيټه وويل په تيرو دوو ورځو کې د القاعدې د سازمان نور پنځه تنه شکمن کسان د پاکستان د امنيت ساتونکي يونټ لخوا ونيول شول چې په دې جمله کې مهم شخصيت شامل دي ٠
نوموړي مامور وويل په تيرو دوو ورځو کې د پاکستان امنيتي ځواکونو په مختلفو ځايونو کې دشکمنو کسانو د نيولو په فعاليتونو ﻻس پوري کړی او ٥ تنه تروريستي شکمن کسان يې ونيول چې په دې کې بهرني سړی هم شامل دی ٠
د بل خبر له مخې د پاکستان پوليسو پرون وويل د القاعدې سازمان د اصلي غړي سيف الله اختر يو مهم مرستيال ارشادد اګيست په نهمه نيټه شپه د پاکستان په شمال ختيځ ښار سيالکوت کې نيول شوی دی ٠