<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-08-13 16:24:12    
پاکستان د تروريزم په ضد مجادله کښی ستر برياليتوبونه لاس ته راوړی دی .

cri
د پاکستان د داخلی چارو وزير سيد فيصل صالح حيات داګست په دوولسمه نيټه دا خبره تصديقه کړه چه په تيرو دوو ورځو کښی د پاکستان امنيتی فوځ د القاعدی د سازمان پنځه تنه مظنون سړی نيولی دی چه په دی جمله کښی ډير مهم کسان هم شامل دی .په دی وروستيو وختونو کښی په پاکستان کښی د القاعدی دسازمان د غړو د نيولو په باب خبرونه په پر له پسی ډول رسيدلی دی . دعامه افکارو په نظر له دی څخه څرګنديږی چه پاکستان دتروريزم په ضد مجادله کښی ستر برياليتوبونه لاس ته راوړی دی . د پاکستان د مامورينو په قول د پاکستان دامنيت فوځ په تيرو دوو ورځو کښی د تلاښی کولو په څو څوځلو عملياتو لاس پوری کړی دی او په بيلا بيلو ځايونو کښی يی پنځه تنه مظنون تروريستان نيولی دی علاوه پردی حيات دالقاعدی د سازمان او د محلی ځای داسلامی افراطی سازمان دغړو دنيولو په برخه کښی د پاکستان د حکومت له خوا تر لاسه شوی برياليتوبونه معرفی کړل .داګست د دوولسمی نيټی په سهار وختی د پاکستان امنيتی فوځ دکراچی په ښار کښی د حالد نومی تروريستی عنصر نيولی دی ،هغه دغير اسلامی افراطی سازمان غړی دی چه دغه سازمان د القاعدی له سازمان سره اړيکی لری او دکراچی د قول اردو پر قوماندانۍ باندی دبريد په شمول څو تروريستی فعاليتونو کښی يی ګډون کړی دی .داګست په نهمه نيټه دپاکستان د امنيت فوځ په جلا جلا توګه په کراچی او پيښور کښی هغه دوه تنه تروريستان ونيول کوم چه دالقاعدی د سازمان دعالی رتبه و مشرانو سره نژدی اړيکی لری . په دی جمله کښی يو پاکستانی سړی د تيرکال په پای کښی د جمهور رئيس مشرف په ضد دناوړه قصد له مهمو مجرمينو څخه شميرل کيږی ، يو بل اوزبکی سړی دالقاعدی دسازمان يومهم شخصيت دی او ديو وخت دپاره يی له افغانستان سره په ګډه پوله کښی په قبايلی سيمه کښی ځان پټ کړی و ،د اوزبک دخلکو په سمبالولوسره يی دوانا په سيمه کښی پر تروريستانو باندی د پاکستان د فوځ د ځپنی دعملياتو په وړاندی سره مقاومت وکړ او په تروريستی فعاليتونو کښی يی ګډون کړی دی . د جولای د نيمايی نه راهيسی پاکستان دالقاعدی دسازمان شل تنه مهم مظنون تروريستان نيولی دی چه په دی جمله کښی دالقاعدی دسازمان مهم غړی احمد خلفان ګيلانی او د نوموړی سازمان دکمپيوتر کار پوه محمد نعيم نور خان هم شامل دی . ګيلانی په ١٩٩٨ کال کښی په کنيا او تانزانيا کښی دامريکی د لويو سفارتونو د چاودنی پيښی طرح کړی او پکښی يی ګډون کړی و .، په دی اثرپاکستانی ځواکونو په موثره توګه په پاکستان کښی دالقاعدی د سازمان شبکه ورانه کړی ده ، ددوی له خولی ، ديسک او کمپيترونو څخه د تروريستانو ترمنځ داړيکو د ساتلو په باب د اميل کاپی کشف کړی دی او پر امريکی ، انګليستان او پاکستان باندی دراتلونکو نويو بريدونو په باب دالقاعدی د سازمان اقداماتی پلان يی لاس ته راوړی دی . د پاکستان حکومت پر وخت اړوند استخبارات امريکی او انګليستان ته اطلاع ورکړی دی . له دی کبله چه دالقاعدی دسازمان يو شمير غړی نيول شوی دی ،دهيواد په دننه کښی د تروريستانو د مداومی ځپنی په برخه کښی د پاکستان دحکومت اوخلکو باور نور هم زيات شوی دی . د پاکستان د داخله وزير حيات داګست په دوولسمه نيټه وويل چه دالقاعدی د تروريستانو د تعقيبولو او ځپلو په برخه کښی دپاکستان اقدامات به دوام ولری ، اوس اړوندو مقاماتو په خپل هيواد کښی دالقاعدی د سازمان د شبکی دمحاصری کړۍ ګام په ګام تنګه کړی ده . هغه دا يقين څرګندکړ چه امکان شته چه په راتلونکی وخت کښی لا زيات تروريستان زمونږ له خوا ونيول شی .