ګرانو او محترمو دوستانو ،دچين د بينالمللی راډيو له خوا د نوی چين د جوړيدو د
٥٥ می کاليزی په وياړ يوه معلوماتی مسابقه د اګسټ د مياشتی له پيل نه د نوامبر
تر پايه پوری جوړيږی ٠ او ددی مسابقی په اړوند٤مضامين او ور سره تړلی
٨پوښتنی چه هر مضمون يی٢ پوښتنی لری په وار سره د راډيويی څپو او انټرنيټ له
لاری قدرمنو دوستانو ته وړاندی کيږی٠ د پښتو خپرونی څانګه به د مسابقی د پای
ته رسولو نه وروسته د ګډون کوونکو دوستانو څخه لومړی ، دوهمی او دريمی
درجی جايزه اخستونکی وټاکی او دوی ته به ښکلی او ښايسته جايزی ورکړی او د
راډيو له خوا به د لومړی درجی وړونکو په لست کښی د قرعه او پچه اچولو دپاره
شامل شی ترڅو دنوموړی لست څخه بختور مستحق کسان وټاکل شی او دوی به په
راتلونکی پسرلی کښی چين ته د يوی اونی دپاره سفر کړی ٠
مونږ به د راډيويی څپو او انټرنيټ له لاری دچين د اقتصادی انکشاف ، بهرنيو چارو
، د هيواد د پوهنی اوسنی حالت او د چين د ملی اقليتونو د سيمه ايز خودمختاريت
او قومی ترقۍ په باب معلومات په ٤ پروګرامونو کښی د بيلا بيلو هيوادونو او
سيمو محترمو دوستانو ته معرفی کړو او د هر پروګرام په پای کښی به ٢ پوښتنی هم
وړاندی کړو ٠ مونږ به په ګرانښت سره هيله کوو چه قدرمن دوستان په دی راډيويی
سيالی کښی برخه واخلی ، دغو ٨ پوښتنو ته سم ځواب ورکړی او پوره کاميابی
ترلاسه کړی ٠ په درناوی ٠