د چين د بين المللی راډيو د خبريال د خبر له مخی ، د اګيسټ ١٤مه نيټه د برتانيی له استعماری تسلط څخه د ژغورلو او د پاکستان د ملي خپلواکی د ګټلو د ٥٧می کاليزی سره برابره ده . ددی ورځی د نمانځنی لپاره په همدی ورځ سهار د پاکستان په مرکز اسلام اباد کی د ملي بيرغ د اوچتولو درانده مراسم پرځای شول .
د پاکستان د عبوری حکومت صدراعظم چودری شجاعت حسين په نوموړو مراسمو کی د خپلی وينا په ترڅ کی وويل چه د ملي خپلواکی د ګټلو نه راهيسی پاکستان د صنايعو ، کرنی ، پوهنی او صحی پالنی په شمول بيلا بيلو ساحو کی ستر برياليتوبونه لاس ته راوړی او حکومت به خپلو هلوځلو ته دوام ورکړی ترڅو خلکو ته ګټه ورسوی .
ښاغلی شجاعت حسين زياته کړه چه پاکستان د سستوالی او سلامشوری له فضا نه ډک سياسی چاپيريال ته اړتيا لری او له پاکستانی خلکو څخه هيله کوی چه د دولت د ترقی او سمسورتيا په غرض د کرامت او باهمی تفاهم له روحيی څخه استفاده وکړی .
د اګيسټ په ١٣ نيټه د هند جمهوررييس عبدل کلام د پاکستان د ملي جشن په مناسبت د جمهوررييس مشرف په عنوان يو تبريکيه تلګرام مخابره کړ او په هغه کی يی دا هيله څرګنده کړه چه دواړه هيوادونه به په مداومه توګه خپل منځی
سوله ايز بهير ګړندی کړی .