<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-08-14 20:09:34    
د چين بزګرو پخپله هنری فيستوال جوړ کړ

cri

د جولاي په لومړنی نيمايي کي، د چين د ژړې مځکې د لوړې د لرغوني ښار لان جو په اتو ناحيو او ولسواليو کی لس ګونو زرو تنو بزګرو په خوشحالی سره د يانګ ګه په نامه نڅا وکړه او د تاي پينګ په نامه ډولونه يي وغږول څو چه د لان جو د بزګرو د لومړي هنري فيستوال نمانځنه وکړي ٠

د بزګرو له خوا پخپله جوړ شوي هنري فيستوال د چين په شمال لويديځه سيمه کی چه اقتصادي او کلتوري ژوند يي لا هم نسبتأ وروسته پاتي دی ، لږ ليدل کيږي ، نو دغه فعاليت د پيل کيدو په وخت د زيات شمير بزګري هنرمندانو فعال ګډون راجلب کړيدی ٠

په دی هنري فيستوال کی ايښودل شوي هنري اثار ټول د بزګرو له خوا جوړ شوي او د دوی ژوند اوښادي يي منعکسه کړيده ٠

د لان جو ښار د سي ګو ناحيې ٧٣ کلن سپين ږيري بزګر چنګ شوو ونګ په سلو کی سل يو هنرمند دی ، په دی هنري فيستوال کی دده ايښودل شوي اثار پرته له خطاطۍ ،نقاشی ، په کاغذ باندی شبکه کاري ،حکاکۍ او د محلي اوپرا د هنرماندانو د مخ ښکلا لپاره د ډيزاينونو نه چه د هګيو په پوستکو باندی تصوير شوي دي ، د لس ګونو کالو راهيسي دده له خوا ليکل شوي يادداشتونه هم پکي شامل وو چه د ننداره چيانو زياتې علاقې او ستاينې وړګرزيدلی دی ٠ په تيره بيا د ببوزی په مخ باندی دده د خطاطۍ يو اثر ډير عجيب دی ٠ د ببوزی په مخ باندی چه يوازي د لاس د ورغوي په شان لوي دی ،سپين ږيري چنګ په منظم ډول څه د پاسه ١٢٠٠ چيني کرکترونه لرونکي شعررونه ليکلی او د ببوزی په شا باندی يي د ګلونو او مرغانو يو تصوير کښلی دی ٠ په تصوير کی مرغان ژوندی ښکاري ، نو عکاسانو يو په بل پسي دده د اثر عکسونه واخيستل ،په دي ډول سپين ږيري چنګ د خوشحالی له امله په کاليو کي نه ځايده ٠

د بزګرو په اوسني هنري فيستوال کی د لان جو د بزګرو نژدې لس زره هنري اثار ايښودل شوي چه له دی جملې نه په کدوانو باندی ميکروحکاکي او وريښمين انسان د لان جو ځانګړي هنري اثار دي ٠ دغه اثار که څه هم لوړه هنري سويه نه لري ، خو د محلي کلتور ژور بنسټ لري او ددوی ژوند او د نوي زمانی د لويديځو سيمو د کليوالي سيمو بڼه منعکسوي ، نوځکه اثار يي د متخصصانو له خوا ستايل شويدي ٠