د چين د بين المللی راډيو د خبريال د خبر له مخی د اګيست ١٥ مه نيټه د برتانيی له استعماری تسلط څخه د ژغورلو او دهند د ملی خپلواکی د ګټلو د ٥٧ می کاليزی سره برابره ده . په همدی ورځ سهار د هند حکومت د دی بختوری ورځی د نمانځلو لپاره په مرکز نوی ډلی کی درانده مراسم پر ځای کړل.د هند صدراعظم مانموخان سينګ د مځکنيو ،سمندری او هوايی قواوو د احترام ګارد سعم واخيست او هغه ئې معاينه کړ او د ملی بيرغ د اوچتولو مراسم ئې و کتل .دغه راز د ملی جشن په هکله خپلو هيوادوالو ته ئې وينا وکړه. سينګ په خپل وينا کی وويل چی هند به له خپلو ګاونډيو هيوادونو سره د نيک ګاونډيتوب د اصل سره سم د خپلو ټولو ګاونديو هيوادونو سره دوستانه روابطو ته انکشاف ور کړی.هغه په دی ټينګار وکړ چی هند به په ټينګه سره د چين سره خپلی دوستۍ ته پياوړتيا او پراختيا ورکړی.او په دوامداره توګه له پاکستان سره هر اړخيز ديالوګ پر مخ بيايی تر څو په سوله ايزه توګه د دواړو هيوادونو تر منځ موجو دی ټولی مسئلی حل کړی شی.
|