په اټن کښی د اولميپيک لپاره د ورزشکارانو کلی د دروسوو اوه نوی مليونو امريکايی ډالرو په مصرفولو سره جوړ شوی دی او د اټن د ښار په اطرافوکښی واقع دی او عمومی مساحت يی يو مليون دوولکو څلويښتو زرو مربع مترو ته رسيږی . د اولمپيک د اوسنی سپورتی لوبو د پر ځای کيدو په موده کښی دغه کلی شپاړس زره ورزشکاران ، روزونکی او مامورين منلی دی .دغه کلی داوسيدو په سيمی او
بين المللی سيمی ويشل کيږی او د ورزشکارانو دپاره به د استراحت ، ډوډۍ او داوسيدو ، طب ،مواصلاتو او د شيانو د اخيستلو په شمول يو لړ خدمتونه برابرکړی .
په دغه کلی کښی دری سوه شپږ شپيته ودانۍ ولاړی دی او ټول دوه زره دوه سوه دوه نوی کوټی شته .
عکس : دبيلا بيلو هيوادونو ملی بيرغونه د ورزشکارانود کلی په هوا کی رپيږي .