د هند په مرکز نوی ډيلی کښی دماشومانو يو داسی بانک شته چه ماشومان يی پخپله اداره کوی . دغه بانک په خاص ډول په واټونو کښی د سل هاو لالهانده ماشومانو دپاره ځينی سوداګری برابروی او ددوی دپاره دسوداګری کولو له لاری تر لاسه شوی پيسی پس انداز کوی چه له دی لاری ددوی ژوند ښه شوی د ی. اوس دغه بانک پر خپلو ګاونډيو هيوادونو بنګله ديش ، افغانستان او نيپال باندی ښه اغيزه اچولی ده .
دری کاله کيږی چه دغه بانک تاسيس شوی دی ، زياتره ماشومان د اورګاډۍ او موټرونو په ستيشينونو اود معاملاتو په بازارونو کښی کار کوی، دوی دخپلو کارونو له لاری تر لاسه شوی ډيری لږی پيسی په دغه بانک کښی پس انداز کوی ، دغه بانک دوی ته کريدتونه ورکوی، څو چه دوی په دغو پيسو ځينی سوداګری وکړی چه له دی لاری دوی د اقتصاد په برخه کښی خپلواکی لاس ته راوړی ، بانک د نوموړو ماشومانو دپاره داوسيدو ځای او د کار فرصتونه برابر کړی. د نوموړی بانک عمومی مدير وويل چه ددوی د کاميابۍله کبله د جنوبی اسيا دکاونډيو هيوادونو توجه ځانته راجلبه شوی ده ، دغه هيوادونه هم غواړی چه د نوموړو ماشومانو دپاره چه د پوهنی او خوړو له ستونزو سره مخامخ دی ، داسی بانک جوړ کړی .