<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-08-16 20:18:35    
د شين جيانګ د تاجک دخلکو په ژوند کښی نوی بدلونونه را منځ ته شوی دی

cri
. اوس د تاجک په خودمختاره ولسوالۍ کښی تل داسی حالت ليدل کيږی چه د تاجک ښځی چه رنګارنګ قومی جامی يی اغوستی دی، د ځان له خواجوړ شوی خولۍ ، دغاړی دسمالونه او دستمالونه په واټونو کښی پر سيلانيانو باندی پلوری . نن ورځ د شين جيانګ د تاجک مخ په زياتيدونکی خلک چه پخوا د مالداری په چارو بوخت وو، د قومی ګاڼو او توريستی خدمتونو په سوداګری مشغول وو . د تاشقرغان د تاجک خودمختاری ولسوالۍ د پامير په لوړه کښی واقع ده او د بحر له سطحی څخه څلور زره متره لوړوالی لری ، توريستی منابع يی ډيری دی .د تاجک خلک چه په لوړه کښی ژوند کوی ، نسل په نسل د مالداری په چارو مشغول دی او نيم صحرانشينی ژوند تيروی . له دی کبله چه په دی وروستيو کلونو کښی د نړۍ د بيلا بيلو ځايونو سيلانيان د پامير په لوړه باندی تاشقرغان ته تللی دی ، د تاجک د خلکو په ژوند کښی بدلونونه را منځ ته شوی دی .کوز محمد د ولسوالۍ په ازاد بازار کښی يوه داسی مغازه پرانيستلی ده چه په خاص ډول د تاجک قومی جامی او د يادونی شيان خرڅوی ،علاوه پردی هغه خپلی نوری دری کوټی نورو ته په اجاره ورکړی، په دی ډول هغه په يوه مياشت کښی شپږ زره ژن مين بی يونه پيسی لاس ته راوړلی شی .د تاجک ځلمی جو لان او ماندينه زولپيه يی د الارجين په څړ ځايونو کښی توريستی سوداګری کوی ، هره ورځ ددوی دوه ښکلی خيمی (کيږدی ) څه د پاسه اويا تنه سيلانيان منی . مياشتنی عايدات يی درو زرو يونو ته رسيږی . د خبرله مخی د تاشقرغان په ولسوالۍ کښی پنځلس کورنۍ په داسی سوداګری مشغول دی .په دی څو وروستيو کلونو کښی د تاشقرغان دتاجک په خودمختاری ولسوالۍ کښی توريستی چارو په چټکۍ سره انکشاف موندلی دی ، له ١٩٨٥ کال نه تر٢٠٠٣ کاله پوری د چينی او خارجی سيلانيانو شمير له پنځه ديرشو تنونه اته اويا زره سل تنو ته زيات شوی دی چه په متوسط ډول هرکال په سلو کښی اته ديرش اعشاريه پنځه يی زياتوالی موندلی دی ،توريستی عايدات يی په ٢٠٠٠ کال کښی يوازی يوولس مليونه څلور لکه يونه و او تر٢٠٠٣ کاله پوری نولسو مليونو پنځو لکو پنځه ويشتو زرو يونو ته زيات شو او په متوسط ډول په سلو کښی شپږ ويشت اعشاريه اوه زيات شوی دی . ددغی ولسوالۍ مرستيال سو جی مينګ خبريال ته وويل چه د تاشقرغان په ولسوالۍ کښی د توريستی چارو د چټک انکشاف دپاره په دی وروستيو کلونو کښی دوی تل په توريستی څانګه کښی د اختصاصی کسانو د روزنی او دسفر دلارښوونکو دصنف د پراخولو دپاره کوشش کوی . څو چه د نړۍ د بيلا بيلو ځايونو دسيلانيانو دپاره ښه خدمت برابر کړی .هغه وويل چه مونږ غواړو توريستی چاری د تاشقرغان دولسوالۍ عمده صنعت وګرځی. دتاجک قوم دچين له پنځه پنځوسو ملی اقليتونو څخه شميرل کيږی او پر اسلامی دين باندی عقيده لری .اوس د تاجک په سلو کښی شپيته خلک دشين جيانګ د تاشقرغان د تاجک په خودمختاری ولسوالۍ کښی ژوند کوی . دغه ولسوالۍ د شين جيانک د جنوب لويديځی برخی د پامير د لوړی په ختيځ او د که لا کونلون د غره په شمالی برخه کښی واقع دی او عمومی مساحت يی پنځه ويشت زره مربع مترو ته رسيږی او له تاجکستان ، افغانستان او پاکستان سره نښتی ده اود عمومی نفوسو شمير يی څلور ديرش زره تنه دی ، نوموړی ولسوالۍ په ١٩٥٤ کال کښی جوړه شوی ده .