<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-08-17 17:10:53    
پلرونه او ميندې بايد د ماشومانو رواني اړتيا ته په درنه سترګه وګوري

cri

د بيجينګ د تعليمي اکاډمی په اړوند د ماشومتوب په وخت کی د تعليمي انستيتيوټ څيړونکي ميرمن سيو مينګ څو ورځې دمخه د سي ار اي راډيو د خبريالې سره د مرکې په ترڅ کي دی ته اشاره وکړه چه اوس زيات شمير والدين يوازی د ماشومانو مادي اړتيا رفع کوي ، خو ددوي رواني اړتيا ته په درنه سترګه نه ګوري ٠

هغې وويل چه ماشومان لوبې کولو ته قوي اړتيا لري ، ځيني ماشومان حتی نه ډوډۍ خوري او نه اوبه څکي ، خو لوبه کول غواړي ٠ لوبه کول د ماشومانو لپاره د زده کړی ډيره ښه لاره ده او ددوي د ټولې زده کړي جريان د لوبه کولو له لاري تر سره کيږي ٠ هغې زياته کړه چه ويل کيږي چه لوبه کول د ماشومانو لپاره تر ټولو نه مهم کار دی ، خو د ځينو والدينو په نظر لوبه کول د وخت ضايع کول دي ٠ حقيقت دا ثابته کړي چه د ماشومتوب په وخت کی زيات لوبه نه کول د ماشومانو د ودې د بطيوالي او موانعو سبب ګرځيدلې شی ٠

هغې دی ته اشاره وکړه چه يوازي په امنيتي رواني چاپيريال کی ماشومان کولي شي چه د زده کړی ارزو او عمل تر سره کړي ٠ څرنګه چه د ماشومانو ځاني طاقت محدود دی ، نو دوي په ځيني وخت کی بوټان سرچپه کوي او د بي پروايي په اثر پياله ماتوي ، دا اصلأ عادي خاطرې دي ، خو لويان هميشه د ماشومانو د نيمګړتيا په توګه ور باندی انتقاد کوي ٠ که ماشومان په داسي چاپيريال کي وده وکړي ، نو هغوي به د امنيت احساس و نه لري ، روح به يي هر وخت په سخت ناوړه حال کی واقع وی او وخت په وخت به د شديدوالي ، ځان ساتنې او کلکوالي خوی خصلت ولري ٠

ميرمن سيو مينګ وويل چه ماشومان اصلا د نامعلومو شيانو سره زياته علاقه لري او د معلوماتو د اخيستلو غوښتنه يي هم قوي ده ٠ مثلا که دوي اوبه وويني ، نو په کوچني لرګي به و يي وهي ، دغه راز که دوي قيچي وويني ، نو د هغه په واسطه به د شيانو قيچي وکړي ٠ دا ټول عملونه د ماشومانو د ابتکاري زده کړې څرګندوی دی ، خو د ځينو لويانو په نظر د شوخوالي په توګه ګڼل کيږي ٠ امکان شته چه د معلوماتو د اخيستلو لپاره د ماشومانو پوښتنو ته ځواب نه ور کول به ددوي په تمام عمر باندی ناوړه اغيزه واچوي ٠

هغې وويل چه ماشومان يوازي له نورو خلکو سره په تماس نيولو کی د تګ راتګ طريقې ، قاعدې او مهارتونه زده کولي شي ٠ د ماشومانو لپاره له همزولو سره تګ راتګ د لويانو سره تر تګ راتګ نه لا مهم او حتمي دی ٠ حقيقت دا ثابته کړي چه د بالغانو زياتې رواني ناروغۍ د ماشومتوب په وخت کی له نورو خلکو سره د زيات تګ راتګ د نه لرلو سره مستقيمې اړيکي لري ٠

سيو مينګ وويل چه لويان په تيره بيا بايد دی ته په درنه سترګه وګوري چه ماشومان اصلا کورنيو احساساتو ته اړتيا لري ٠ د صفر نه تر درو کالو پوري عمر

د ماشومانو د احساساتو د ودې مهمه مرحله ده ٠ که ماشومان په دی موده کی له کورنيو غړو سره ثابت او ښه احساسات ټينګ کړي ، نو ددوي احساست به اساسا ارام او خوشحاله وي او د لوي کيدو نه وروسته به فعال احساسات ددوی په خصلتو کی اصلي رول ولوبوي ٠ هغې زياته کړه چه لويان بايد د ماشومانو د کورنيو احساساتو اړتيا ته په درنه سترګه وګوري ، که داسی نه وي ، نو ماشومان به د بي علاقه ګی او په شاتګ خوي خصلت ولري٠