<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-08-17 17:18:41    
د بزګري کارګرو زره تنه اولادونه به د هيلې په نامه د تعليمي پلان مالي مرسته تر لاسه کړي٠

cri

د هيلې په نامه تعليمي پلان لږه موده دمخه په چين کی د ولما د محدود شرکت له خوا ور کړي شوي ٦ لکه او٠ ٦زره ژن مين بي يونه نغدي بسپنه تر لاسه کړيده ٠ دغه پيسې به د هغو زرو تنو زده کوونکو لپاره چه پلرونه او ميندې يي د مزدوري لپاره ښارونو ته و رغلي ،د يوه تعليمي کال د کتابونود فيس او غير رسمي تعليمي فيسونو په توګه ولګيږي ٠

ښارونو ته د کليوالي اضافي بشري قوې په انتقال سره ، د بزګري کارګرو زيات شمير اولادونه له خپلو پلرونو او ميندو سره ښارونو ته ورغلي او نژدي ٢٠ مليونه ګرزنده ماشومان د ټولنې يوه خاصه ډله ګرزيدلی ده ٠ د چين د ګرزنده ماشومانو د حالت د نمونوي پلټنې د هغې نتيجې له مخي چه د چين د دولتي شورا په اړوند د ښځو او ماشومانو د کاري کميټې د دفتر ، د چين د ماشومانود مرکز او د م م د ماشومانو د صندوق له خوا تازه خپره شوي ، د چين په ګرزنده ماشومانو کی له درس لوستلو نه د بي برخه کيدو ميزان په سلو کی ٩ اعشاريه ٣ ته رسيدلی دی ٠ په هغو ٩ ښارونو کي چه تر پلټنې لاندی ونيول شول ، نژدي په سلو کي٢٠ ګرزنده ماشومان نه شي کولي چه محلي دولتي ښوونځيو ته داخل شي او ددوې څخه د ٦ کلنو ماشومانو د درس نه لوستلو تناسب په سلو کی ٤٦اعشاريه ٩ ته رسيدلی دی ٠ برسيره پر دی، له هغو ګرزندو ماشومانو نه چه ښوونځيو ته داخل شوي ، زيات شمير د کورنيو مشکلاتو له امله خپلې زده کړې ته نه شي دوام ور کولي ٠

د هيلې په نامه د تعليمي پلان مسولې ميرمن جانګ سياو لان ددې نغدی بسپنې د ورکولو په مراسمو کی وويل چه د چين حکومت په ښوونځيو کی د بزګري کارګرو د ماشومانو د درس لوستلو موضوع ته په ډيره درنه سترګه ګوري او هيله لري چه لا زياتي صنعتي تصدي او شخصيتونه به د چين تعليمي چارو ته پاملرنه واړوي ، په فعاله توګه به د هيلې په نامه د تعليمي پلان په تطبيق کی برخه واخلي او د بزګري کارګرو له هغو ماشومانو سره به چه تعليمي عمر ته رسيدلی مرسته وکړي چه په ښوونځيو کی درس ولولي څو چه دوي د ښاري ماشومانو او کوچنيانو سره مساوي فرصت ولري چه تعليم او روزنه ومني ٠