<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-08-18 19:03:30    
د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون عمومي طراح دن سياو پينګ

cri
سږکال د اګيست دوه ويشتمه نيټه به د چين د فقيد مشر دن سياو پينګ د زيږيدنې له سلمې کاليزي سره مصادفه وي ٠ د چين په تاريخ کې د ملګري دن سياو پينګ يو ستر ه کارنامه دا وه چه د چين د اصلاحاتو او ورحلاصون پاليسۍ چه دده له خوا طرحه شوې او د تيرې پيړۍ د اومې لسيزې په پاي کې پيل شوې چين ته ستر بدلون رامنځ ته کړي دي ٠ نو په چين کې هغه د چين د اصلاحاتو او ورحلاصون عمومي طراح وګڼل شو ٠ فقيد مشر دن سياو پينګ په ١٩٠٤ کال کې د جنوب لويديځ چين د سه څوان په ولايت کې وزيږيد، د شل کلنۍ په وخت کې د چين په کمونست ګوند کې شامل و ٠ د تيرې پيړۍ په دريمه او څلورمه لسيزه کې هغه د کمونست ګوند د يو شمير فوځيانو په مشرۍ په وار سره د جاپاني تيري کونکو سره د چين په مقاومتي جګړه او د چين په ازادي بخښونکي جګړه کې ګډون وکړ او ستر کارنامې يي قايم کړي ٠ د ١٩٤٩ کال د چين د ولسي جمهوريت د جوړيدو نه وروسته ملګري دن سياو پينګ په وار سره ګوندي ، دولتي او نظامي مهمې دندې په غاړه واخيستلي ٠ په ١٩٧٦ کال کې له هغه وخت نه وروسته چه د چين ستر مشر ماو ځه تونګ مړ شو ، ملګري دن سياو پينګ د چين د نوي لارښونکي ډلې مشر وټاکل شو ٠ په هغه وخت کې يي ژور احساس کاوه چه که چين نسبتأ چټکه پرمختيا کړي واي ، حتمأ به يي د پرمختيا نوي شکل غوره کړي واي ٠ نو په قطعي توګه يي فيصله وکړه چه د ننه په هيوا د کې بايد ځيني اصلاحات ترسره شي او په بهرنيو چارو کي چين بايد خپله دروازه حلاصه کړي ٠ د داخلي پاليسيو په هکله اصلاحات په عمده توګه په دوو برخو کې وويشل شول ٠ لومړي د ملګري دن سياو پينګ په نظر د چين په تيرو لس ګونو کلونو کې رامنځ ته شوي پر له پسي سياسي فعاليتونو د اقتصادي پرمختيا په لاره کې خنډونه اچولي دي او د چين د اقتصاد ي پرمختګ مخنيوي کړي دي ، نو دغه حالت دي بدل شي او بايد د هيواد د ثبات د ساتلو له پاره کوشش وکړي څو چه د اقتصادي ابادۍ له پاره ښه ټولنيز چاپيريال برابر شي ٠ دوهم د اقتصادي کار د اداري طرزونه بايد په تدريجي توګه بدل شي ، د حکومت د پلان او کنترول په اتکا پلانيز اقتصاد بازاري اقتصاد ته واړول شي ٠ په بهرنيو چارو کې ملګري دن سياو پينګ د چين د پخواني تړلي دروازي پاليسۍ په مقابل کې د ورخلاصون مفکوره وړاندې کړه ٠ هغه دا تائيه کړه چه چين بايد په فعاله او مثيته توګه خپله دروازه بهر ته خلاصه کړي او له دي لاري له بهرنيو پرمختللو هيوادونو نه د چين د اقتصادي پرمختيا له پاره ګټورې تجربې او د دوي مترقي تخنيکونه او پانګې راجلبې کړي ٠ له ١٩٧٨ کال نه تر اوسه پوري د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون پاليسۍ د څه د پاسه شلو کالو په موده کې عملي شوي او په دي بهير کې يي د چين د اقتصاد او نورو برخو د چټکې پرمختيا له پاره ستر پرمخبيونکي رول لوبولي دي ٠ د شلو کالو نه راهيسي په چين کې د اقتصاد چټکه پرمختيا ښه ساتل شوې او اقتصادي قوت ورځ په ورځ قوي کيږي ٠ پروسږکال د چين اقتصاد ي عمومي قوت په نړۍ کې اوم مقام او خارجي تجارتي حجم يي په نړۍ کې څلورم مقام ونيوه ٠ اوس اصلاحات د چين د ټولنې په بيلا بيلو ساحو او مختلفو محافلو کې داخل شوي او هم د لا پياوړي کيدو په حال کې دي ٠ نن ورځ که څه هم ملګري دن سياو پينګ له دنيا څخه سترګې پټې کړي ، مګر دده د مفکورې په رڼا کې د اصلاحاتو له لاري چين شتمن شوي او چيني خلک له نيکمرغۍ نه له ډک ژوند څخه برخور دار شوي دي ٠ نن ورځ د دن سياو پينګ نوم د هر يو چيني په زړه کې ځاي نيولي دي ٠