د سين هوا اژانس د خبر له مخی ،د پاکستان صدراغظم چودری شجاعت حسين د روانی مياشتی په ١٨مه نيټه د صدرات په ماڼۍ کی د چين د موقتی شارژرافير سون دی خن سره د ملاقات په ترڅ کی وويل چی د چين او پاکستان د هغو انجنيرانو او کارګرانو د يادولو دپاره چی له ١٩٦٦کاله تر ١٩٧٨کال پوری د قره قرم د سړک د جوړولو په ترڅ کی قربانی شوی دی،د پاکستان حکومت پريکړه وکړه چی دغه پل د چين او پاکستان تر منځ د دوستی د پل په نامه و نومول شی.
سون دی خن هم وويل چی د دوستی د پل په نومولو سره د دواړو هيوادو ځوانان کولی شی چی پخوانی تاريخ او د قره قرم د سړک د جوړولو مهم اهميت ښه وپيژنی، دغه راز به د دواړو هېوادو دخلکو ترمنځ د دوستی د اړيکو د نسل په نسل د ټينګتيا او پراختيا دپاره هم ګټور وی.